دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 43718
روسیه: افغانستان کې نړېوالو ځواکونو ته د موادو د لېږد په اړه پرېکړه نه ده شوې
دا په داسی حال کې ده، چې لیتوانیا افغانستان ته د موادو د انتقال په مقصد امریکا ته د خپل یو هوايي ډګر وړاندیز کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې بهرینو ځواکونو ته د اولیانوفسک د هډې له لارې د ټرانزیټي موادو د انتقال لپاره کومه رسمي پریکړه نه ده شوي.

دا په داسی حال کې ده، چې لیتوانیا افغانستان ته د موادو د انتقال په مقصد امریکا ته د خپل یو هوايي ډګر وړاندیز کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وايي، دې هیواد تر اوسه پورې په اړه چې د الیانوفسک د هډې له لارې دې په افغانستان کې نړیوالو مرستندویه ځواکونو ته مواد ورسول شي؛ پریکړه نه ده کړي.

الکسانډر ګروشکو پرون د خپل هیواد په پارلمان کې له ایټالیا سره د هغې موافقې په اړه خبرې کولې؛ چې له مخې به یې د روسیې له لاري د وسلو، مهاماتو او پوځي پرسونل انتقال تر سره کیږي.

د پارلمان په دې غونډه کې د کمونست ګوند یو استازي ترې وپوښتل؛ چې د رسینو دا راپورونه څومره حقیقت لري، چې د ناټو ځواکونه د اولیانوفسک په هډې کې ځای پرځای شوي دي؛ څو له دې ځایه خپلو عسکرو ته د موادو د کانټرونو د لیږد لپاره الوتنې تنظیم کړي.

هغه وویل: ″له هغه ځایه چې د اولیانوفسک د پوځي هډې په اړه کومه پریکړه نه ده شوې؛ دا ډول ټول راپوونه نا سم دي.″

الکسانډر ګروشکو زیاته کړه، وسلې دننه افغانستان ته او یا له دې هیواده بهر ته د دوه اړخیزو موافقو له مخې د افغانستان پوځي ځواکونو ته د تمویل کونکو، متحد ایالاتو، ایټالیا، فرانسې، جرمني او سویډن سره تر سره کیږي. خو هغه وویل، د روسیې په قانون کې د غیر نظامي موادو د لیږل لپاره کوم ممانعت نشته.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل، د دې هېواد حکومت په افغانستان کې د غیر نظامي مواد د لیږد لپاره د نړیوالو ځواکونوغوښتنې منلي او دوه پریکړه لیکونه یې تصویب کړي دي.

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس، د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال په حواله لیکي؛ د روسیې له خوا د الیانوفسک هډه د غیر پوځي موادو د انتقال لپاره هم د هوا او د اوسپنې د پتلې له لارې په څو دلیلونو چې په هغې کې امنیتي مسایل؛ بنیادي پراختیا او اقتصادي مسایل راځي، د یوه مناسب ځاي په توګه په نظر کې نیول شوې ده.

بله خوا ایټرتاس خبري اژانس راپور ورکوي، چې لیتوانیا په خپل هیواد کې د پلانګاه نړیوال هوايي ډګر له لارې د موادو د لیږد لپاره، متحد ایالاتو ته وړاندیز کړی دی.

لیتوانیا سربیره پردې هوایي لار د کلایپیدا د بندر له لارې د امریکایي ځواکونو د اکمالاتو لپاره هم وړاندیز کړی دی.

د لیتوانیا د ټرانسپورټ او اړیکو وزیر وايي، لیتوانیا د دې توان لري، چې افغانستان ته د لا ډیرو موادو لیږد تنظیم کړي.

متحد ایالاتو په دوه زره یوولسم میلادي کال کې د کلایپیډا د بندر له لارې خپل هیواد ته د موادو انتقال پیل کړ او د پلانګاه هوايي ډګر دې بندر ته نیژدي موقعیت لري.

سرچنیه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa0ny.49ne61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته