د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف په کابل کې د خپل هېواد د سفارت لپاره نوې ودانۍ پرانیستله.
ښاغلي پرویز اشرف وویل، چې قوي ملګرتیا، نږدې سیاسي اړیکې او په بېلابېلو برخو همکاري د افغانستان او پاکستان د پرمختګ او ثبات لپاره مهم دي.
نوموړي د پاکستان د سفارت د نوي ودانۍ د پرانیستنې په مهال چې د پاکستان د بنسټ ایښوونکي قاید اعظم په نوم نومول شوې وویل:
(په کارته پروان سیمه کې د قاید اعظم نوې ودانۍ د افغان ملت په وړاندې زموږ د ژمنې څرګندويي کوي، موږ له له استثنا پرته له ټولو افغانانو سره ملګرتیا او د دوه اړخیزو ګټو همکاري غواړو.)
د پاکستان صدارعظم په کابل کې د افغان حکومت د ځینو مخالفو سیاسي ډلو له مشران وسره هم وکتل
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)