د امریکا متحده ایالاتونو د القاعده پر یو مشکوک جګ پوړي غړي چې ویل کیږي د وسله والو د روزنې او افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د جګړې لپاره د بهرنیو وسله والو د استولو د هماهنګۍ د چارو مسول دی، بندیزونه لګولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې اعلامیه کې د سعودي عربستان تبعه اعظم عبداله المولید ال صبحي چې په منصور الحربي مشهور دی، یو مخصوص نړېوال تروریست نومولی دی.
په دې اقدام سره په متحدو ایالتونو کې د الحربي ملکیت او جایداد بندیږي او امریکایي اتباع له هغه سره له معاملو کولو منع کیږي.
د بهرنیو چارو وزارت وویل، الحربي څه باندې یوه لسیزه مخکې افغانستان ته تللی و چې له القاعده سره یوځای شي.
سعودي عربستان د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې او انترپول د تروریستي اړیکو په تور د هغه د نیولو لپاره څو حکمونه ترلاسه کړي دي.
سرچینه: آزادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)