افغان لوبغاړي د لندن د المپیک په لوبو کې له ګډون وروسته نن بېرته کابل ته راستون شو.
د المپیک په لوبو کې شپږو افغان ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د ټکوانډو تکړه لوبغاړي روح اله نیکپا د برنزومډال وګاټه.
نیکپا په ۲۰۰۸ کال کې د پیکینګ د المپیک د برنزو مډال هم ګټلی و.
ویل کیږي، کابل ته د دغو لوبغاړو د بېرته ستنیدو د هرکلي لپاره خاص مراسم په پام کې نیول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)