دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 47181
د طالبانو يو قوماندان په هلمند کې نيول شوى دى
د وسله والو طالبانو دې نیول شوي قوماندان په هلمند کې د خپلو وسله والو د مصون فعالیت لپاره په سیمه کې د انفجاري دستګاوو څارنه کوله .
وايي چې د ایساف ځواکونوتازه اعلامیه وايي چې نن یې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان نیولی.

ایساف وايي چې دې سړي په سیمه کې د طالبانو د لویو رهبرانو ترمنځ د ارتباط ټینګولو مسولیت دلود او د تخریبي عملیاتو د ترسره کولو لپاره به یې د طالبانو د مشرانو فرمانونه ټیټ رتبه وسله والو ته رسول .

د وسله والو طالبانو دې نیول شوي قوماندان په هلمند کې د خپلو وسله والو د مصون فعالیت لپاره په سیمه کې د انفجاري دستګاوو څارنه کوله .

د ایساف اعلامیه وايي چې په دې عملیاتو کې يې درې لکه څلور سوه زره ډالر هم نیولي .

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړ شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizza5.t1ayv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته