دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 47798
رحمت الله نبیل به په یو بهرني هېوادکې د افغانستان د سفیر په توګه په کار
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي،په یوه ځانګړې غونډه کې د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه د انجنیر رحمت الله نبیل له دوه کلن ماموریت څخه قدرداني وکړه.

حامدکرزي په تیرو دوه کلونوکې د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه د ښاغلي نبیل فعالیتونه وستایل او هغه ته یې په نوې دنده کې چې په نیږدې راتلونکي کې به په یوه بهرني هېوادکې د افغانستان د سفیر په توګه په کار پیل وکړي، د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلی رحمت الله نبیل د جمهوررئیس د محافظت د قوې بنسټ ایښودونکی وو او شپږ کاله یې دغه دنده ترسره او بیا دوه کاله یې د ملي امنیت د لوی رئیس په توګه هېواد ته خدمت وکړ.

نوموړی د هېواد د جمهوررئیس د تصمیم پر اساس چې له دې وروسته د دغې ادارې رئیسان د اصولو مطابق تر دوو کالو زیات باید پر دنده پاتې نه شي، بل پست ته معرفي کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبر اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4mq0.2bqmo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته