دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۲
د مطلب کود : 56468
د پکتيکا ولايت د ملي امنيت ادارې د يو لړ اپراتيفي عملياتو په ترڅ کې د ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر ورکړ
د پکتيکا ولايت د ملي امنيت ادارې د يو لړ اپراتيفي عملياتو په ترڅ کې د ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر ورکړ، سرچينه زياتوي، چې د يادو وسلو د ليږد په تور يې څلور تنه هم نيولي، چې دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي
د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، چې ځواکونو يې د سه شنبې په ورځ د ځينو کشفي راپورونو پر اساس او د ملي پوليسو په مرسته ددې ولايت په یحي خيلو ولسوالۍ کې يو لړ اپراتيفي عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې کشف او نيولي دي، سرچينه وړاندې وايي، چې يادې وسلې د وسلوالو مخالفينو د اکملاتو د مسؤول او د هغه د دريو ملګرو لخوا ليږدول کيدې، چې ياد څلور واړه کسان د يوسف خيلو ولسوالۍ په مشخيلو سيمه کې له يادو مهماتو سره يو ځای لاس په لاس ونيول شول، په نيول شويو سپکو او درنو وسلو کې پنځه ميله کلاشنکوفونه، يو ميل پيکا، يو ميل راکټ، اتلس د راکټ ګولۍ يو شمير نور چاودېدونکي توکي او مهمات شامل دي، د مالوماتو له مخې وسلې په يوه تراکتور کې ځای پر ځای شوي وې او د يوه کرولا ډوله موټر په بدرګه ليږدول کيدې، په پيښه کې نيول شويو څلورو تنو په لومړنيو څيړنو کې په خپلو جرمونو اعترف کړي او د چارواکو په وينا قضيه تر پلټې لاندې ده
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7t9n.ak9334g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته