دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 59922
۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دکندهار ، ننګرهار، لغمان ،زابل ،پکتیا،ارزګان ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، یو تن ټپی او ۱۹ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۶ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د نیمروز ، کندهار ، فاریاب ، کندز او کنړ ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewo8n.jh8owi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې