دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 76187
۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د فراه ،میدان وردک ، ارزګان ، زابل ، کندهار ، بدخشان ، کندز او ننګرهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، یو تن ټپی او۶ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ،مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۷ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ، سرپل او لوګر ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguq9u.ak9374g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې