دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 75037
۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ،مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د لوګر ، میدان وردک، کندهار، کندز، کاپیسا، ننګرهار او کنړ ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان او۱۰ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ،مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۳۵ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار،لغمان او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcjayea.uqeitz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې