دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 53690
۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۹ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، لغمان ، فاریاب ، سرپل ، بلخ ، کندهار ، لوګر ، غزنی او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، یو تن ټپی او ۴ تنه یی د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې ۴۰ کیلوګرامه نشه یی توکې او یوه اندازه وسلۍ او مهمات چې په هغو کې ۱۲ میله بیلا بیل ډوله وسلې،۲۵ ډزه د درنو وسلو مرمې ، ۵ کړې ماینونه ، ۲۱ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې او یو عراده موټر سایکل شامل دې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز یوتن ترهګر طالب تېره ورځ چې غوښتل یی یو کړې د وسایطو ضد ماین د خوست ولایت ښار د بادام باغ سیمه کې ځاي کړې د خپل د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawinm.49neo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې