دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 76452
۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
 په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، کاپیسا ، بغلان ، جوزجان ، کندهار، زابل ، میدان وردک ، لوګر ،غزنی ، هرات اوهلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان او۸ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ، مهمات او ۲۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۵ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان ، فاریاب ، ارزګان او پکتیا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5abz.rhb0sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې