دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 73665
۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د هلمند، غور، پکتیا، لوګر، میدان وردک، ارزګان، کندهار، کندز، بغلان اوننګرهار ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان او ۳۳ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلی ، مهمات اوچاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۵ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان ، بغلان ، جوزجان او لوګر ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲ تنه د غلاکولو او نشه یی توکې د خرڅولو په تړاوو د کابل ښار د لسمې او اولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي

https://avapress.com/vdcenp8f.jh8xpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته