دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 77681
۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د نورستان ، لغمان ، کندز ، جوزجان ، کندهار ، فراه او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، څلور تنه ټپیان او ۵ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات ، چاودیدونکې توکې او ۹۸۰ کیلوګرامه نشه یی توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۲ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب ، کندهار ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgq39u.ak9u74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته