دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 109784
۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې فاریاب،سرپل،جوزجان،کندهار،ارزګان،لوګر،کاپیسا،خوست،پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۵ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۸ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان،تخار،بلخ،کندهار،زابل او فراه ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevo8zejh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته