دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 73887
ګیلاني: طالبان هم زموږ ایتلاف کې ګډون کوي
افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې دوه نور سیاسي اییتلافونه رامنځ ته شول، چې د مخکښانو په وینایې مقصد یې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د یوه ځانګړي کاندید ټاکنه او یا د یوه داسې کاندید ملاتړ دی چې د دوی په وینا په اصولي توګه له دوی سره همغږی وي.
افغانستان کې د ټاکنو مهال له نژدې کېدو سره سم، سیاسي منډې ترړې او فعالیتونو هم په ډېرېدو دي.
زیاتره سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، سازمانونه او ټولنې په سیاسي ډګر کې د خپل شتون ثابتولو او سیاسي بریاوو تر لاسه کولو لپاره په خبرو، غونډو او اییتلافونو جوړولو پیل کوي.
کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید وايي، دغه راز وروستی ایتلاف د ولسي جرګې د غړي سید اسحاق ګیلاني په مشرتابه جوړ شو، چې د مشرانو په وینا یې ۱۵ سیاسي ګوندونو او ۱۱۰ ټولنیزو سازمانونو ته په کې برخه ورکړله شوې وه.
د دغه ایتلاف مشر سید اسحق ګیلاني په وینا د افغانستان سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی.
نوموړي بي بي سي ته وویل، چې په خپل ایتلاف کې یې د طالبانو شاملولو لپاره له هغوی سره خبرې کړې او په ننۍ غونډه کې ورسره د هغوی استازي هم شامل دي:
طالبان قانع شوي''
موږ له طالبانو سره په لوړه کچه اړیکه لرو، دوی قانع شوي، چې خپل استازي دغه مجلس ته واستوي. هر هغه څوک چې موږ یې کاندیدوو او پسې درېږو، د طالبانو د تحریک له خوا به مزاحمت نه ورته کېږي. په ښه ډاډ ویلی شم، چې زه له ډېر وخت راهیسې د طالبانو له تحریک سره په اړیکه کې یم، او دوی زموږ دا خبره منلې ده، چې خپل استازي دغه ایتلاف ته راولېږي''.
پرون هم کابل کې د ملي حرکت په نوم یوه سیاسي اییتلاف رامنځ ته شو، چې د مخکښانو په وینا یې له هېواده بهر مېشتو او په کور دننه افغان سیاستوالو او ټولنیزو، قومي مشرانو په کې ګډون کړی ود دغه اییتلاف د مشرتابه یوه غړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0an0.49nea1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته