دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۵۳
د مطلب کود : 36148
ګیلاني: پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ نه کوي
ښاغلي ګیلاني وویل چې ده د پارلمان د ملي امنیت له کمېټې څخه غوښتي دي چې د تېر کال په وروستیو کې د ناټو د هیلي کوپترو له لوري د پاکستاني پوستو له بمبارۍ وروسته له امریکا او ناټو سره د اړیکو لپاره د نویو شرطونو سپارښتنه وکړي.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني وايي، پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ نه کوي او د دې مسلې په اړه پرېکړه په افغانانو پوري تړلې ګڼي چې ایا د کابل په راتلونکي حکومت کې برخه ورکوي او که یې نه ورکوي.

ګیلاني له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل:«دا په افغانانو پوري اړه لري چې د خپل راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه فیصله وکړي، پاکستان به د پخلاینې د هرې هغې پروسې ملاتړ وکړي چې د افغانانو له لوري او د هغوی په مشرۍ وي.»

ګیلاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړیوال اندېښنه لري چې پاکستان د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې هغوی بیا په کابل کې واک ترلاسه کړي، وویل:« اسلام اباد د افغان طالبانو ملاتړ نه کوي.»



ده زیاته کړه:«ولي باید موږ د دوی(طالبانو) ملاتړ وکړو. دا زموږ مسوولیت او دنده نه ده. دا د افغانستان مسوولیت دی چې د خپل مستقبل په اړه پرېکړه وکړي. زموږ رول دا دی چې اسانتیا ورته برابره کړو، موږ په حل کې مرسته کوو نه د ستونزې په زېږولو کې.»

ده همداراز وویل، د پاکستان ګټه په دې کې ده چې افغانستان باثباته، خپلواک، د ملي حاکمیت خاوند او سوکال وي.

د پاکستان صدراعظم ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک باید د خپل هیواد د برخلیک په باب پرېکړه وکړي، پاکستان به هره هغه فیصله ومني چې افغانان یې وکړي.

ده همداراز وویل:« ناټو، ایساف او د امریکا متحد ایالتونه به بالاخره (له افغانستانه) ووځي، خو موږ به د ګاونډیانو په توګه د خپل ټول ژوند لپاره سره پاتې یو.»

افغانستان او لوېدیځوال د پاکستان پوځ او استخبارات د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې په ملاتړ تورنوي څو له دې لارې په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي.

ښاغلي ګیلاني وویل چې ده د پارلمان د ملي امنیت له کمېټې څخه غوښتي دي چې د تېر کال په وروستیو کې د ناټو د هیلي کوپترو له لوري د پاکستاني پوستو له بمبارۍ وروسته له امریکا او ناټو سره د اړیکو لپاره د نویو شرطونو سپارښتنه وکړي.

د ګیلاني په وینا د دې کمېټې پر سپارښتنو به د پارلمان د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې بحث وشي او په نتیجه کې به یې له امریکا سره د اړیکو راتلونکې انځور شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په وروستیو کې د کابل د سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو او د دوو سیاسي مخالفو ايتلافونو له مشرانو سره له کتنو او خبرو وروسته وویل چې پاکستان تیار دی چې افغان طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې خبرو ته وهڅوي خو تر دې مخکې دې د افغانستان حکومت او په هغه شاملې ډلې د سولې پر یوه میکانیزم سره جوړ راشي.

د حنا رباني کهر له سفره وروسته پاکستانیو رسنیو راپور ورکړ چې مېرمن کهر ته محقق او ځینو نورو مخالفو ډلو ویلي و چې دوی تر هغو له طالبانو سره سوله نه مني چې افغانستان فدرالي شوی نه وي او د مرکزي حکومت اختیارات کم شوي نه وي.

داسي ښکاري چې پاکستاني چارواکي اوس دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د افغانستان په حکومت او دولت کې شاملې بانفوذه ډلې په خپل منځ کې له طالبانو سره د سولې پرسر موافقې ته نه شي رسېدلی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjovet.uqemxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته