دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 77294
روسیه او چین غواړي خپلې اقتصادي او سوداګرۍ همکارۍ پراخې کړي

د روسیې صدراعظم؛ ډیمیتري میدودیف د چین او روسیې د حکومتي مشرانو په ۱۸مې عادي غونډې کې د ګډون لپاره پیکینګ کې دی.
میدودیف ته نن د چین د دولتې شوری مشر "لیي کیقیانګ" ښه راغلاست ووایه. دواړو مشرانو په پیکنګ کې له کتنې او غونډې وروسته په ګډ خبري کنفرنس کې خبرې وکړې.
میدودیف وویل:
"د چین او روسیې تر منځ د انرژۍ په برخه کې همکاري د نظر وړ پروژه ده. زه ډېر هیله مند یم، د طبیعي غاز په ګډون په مربوطو تړونونو چې موږ ورباندې دا مهال بحث کوو؛ ډېر ژر توافق وشي."
د چین صدراعظم لیي کیقیانګ په خبري کنفرانس کې وویل:
"تر هغې چې موږ هلې ځلې یو وساتو، قوت ورکړو، خپل هدفونه په ډاګه کړو، موږ به وکړای شو چې، د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ او پانګوونې ته دوام ورکړو. په دې توګه به نه یوازې دواړه هیوادونه په خپلو کې تر ۲۰۱۵م کاله پورې د سلو میلیاردو ډالرو ته د سوداګرۍ هدف ته ورسیږي، بلکې له دې به هم زیاته شي او د ۲۰۰ او درې سویو میلیاردو ډالرو حد ته به په پورته شي."
د روسي هیات یوه غړې انټرفاکس خبري آژانس ته ویلي؛ دواړه مشران به دغه راز د سوریې، د ایران د اټمي پروګرام، افغانستان او د کوریا ټاپووزمې په اړه هم بحثونه وکړي.
د چین او روسیې مشران به د ملګرو ملتونو د منشور اونړیوال قانون د لاغښتلتیا په مقصد په خپلو کې په ستراتیژیکې همکارۍ هم بحث وکړي.
تمه ده چې، د روسیې صدراعظم میدودیف به د چین له جمهور رییس شي جینپینګ سره هم نن وګوري.
میدودیف به د چهارشنبې په ورځ په هیفای ښار کې د چین د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون ته لاړ شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtx9u.ak9uy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته