دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۲۴
د مطلب کود : 80232
په کندهار ولایت کې وسله والو پر دوو قومي مشرانو برید کړی دی
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې نن پر دوو تنو قومي مشرانو نامعلومو وسله والو حمله کړې. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل؛ پر قومي مشرانو احمد جان او احمدزي د دې ښار په نهمه ناحیه کې تر غرمې وروسته حمله وشوه؛ چې احمد جان په کې وژل شوی او بل ملګری یې ټپي دی. وسله وال کسان له سیمي تښتېدلي او د حملې مسوولیت هم چا نه دی منلی. د راپورونو له مخې په کندهار ولایت کې په تېرو ۷ کلونو کې په سلګونو قومي مشران په دغه ډول حملو کې وژل شوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcciiq4.2bqx18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته