دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۲۱:۳۷
د مطلب کود : 80826
ډابینز: که امنیتي موافقه لاسلیک نه شي، په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیلېږي
تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پیل شي.
د چین سنهوا خبري اژانس وايي، دا خبره نن /یکشنبه/ یوه افغان چارواکي ورته کړې ده.
د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، جېمز ډابینز دوې ورځې مخکې له ولسمشر کرزي سره ولیدل او د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچنه غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده.
دغه افغان چارواکي وویل، ډابنیز له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې وویل:«که دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه شي، افغانستان به د سولې مخ ونه ویني. کورنۍ جګړه به پکې پیل شي.»
د افغان چارواکي په وینا ډابینز په خبرو کې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو یا د صفر پر انتخاب هم ټینګار کاوه، یعني که دوه اړخیز امنیتي تړون نه وي په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو حضور ته اړتیا نشته.
پرون د امریکا دفاع وزیر هم له افغانستان سره د امریکا امنیتي موافقه ضروري وبلله خو ویې ویل چې په دې اړه له ولسمشر کرزي سره نورو خبرو ته اړتیا نشته ځکه څه چې باید کرزي ته ویل شوي وای، هغه ویل شوي دي.
کرزي ویلي چې له ګوانتنامو څخه دې افغان بندیان خوشي شي، د افغانانو پر کورونو دې د حملو د بندېدو تضمین ورکړای شي او د افغانستان د سولې لپاره دې خبرې پیل شي.
جېمز ډابینز له ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته اسوشیتد پریس خبري اژانس ته وویل چې ده له ولسمشر کرزي سره ولیدل او له طالبانو سره د پخلاینې د هڅو په باب یې له هغه سره هم خبرې وکړې.
ډابینز وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې له دې کبله له خنډ سره مخامخ دي چې طالبان خبرې نه کوي.
ده وویل:« حقیقت دا دی چې د امنیتي موافقې پر سر موږ هیڅ پرمختګ ونه کړ. تېرې خبرې تکرار شوې. ما دا توضیح کړه چې دا موافقه ولي د بې یقینۍ او ناڅرګند چاپېریال د ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره مهمه ده.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0wbw.rhbg5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته