دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 81224
د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر "جمیل شمال" د جمعې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ د اله سای ولسوالۍ د ځینو برخو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی او وسله وال یې له خپلو سیمو څخه شړلې دي:
 "څو تنه پاکستاني طالبان راغلي وو او غوښتل یې چې د سیمې خلک وځوروي؛ خلک په قهر شول او د وسله والو پر ضد یې هلته پاڅون وکړ. یوه سیمه چې د طالبانو تر واک لاندې وه، هغه یې د وسله والو له واکه خلاصه کړه او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې؛ په اله سای ولسوالۍ کې ورانوونکې فعالیتونه وکړي."
د کاپیسا د امنیت آمر دغه راز وویل، امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد د ولسي خلکو د پاڅون ملاتړ کوي.
له دې مخکې د غزنې ولایت په اندړ ولسوالۍ کې هم د سیمي اوسیدونکي د وسله والو طالبانو له لاسه په تنګ شوي وو او د هغوی پر ضد یې ولسي پاڅون کړی و.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceew8v.jh8zwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته