دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 84842
نیومن: امریکا د افغانستان د یوه کاندید ملاتړ هم نه کوي
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د انتخاباتو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا انتخابات د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره ډیر مهم دي.
رونالډ نیومن څرګنده کړه، که انتخابات سم ترسره شي نو بهرنیان به هم باور وکړي چې افغانستان په سمه خوا روان دی، نو بیا به له افغانستان سره ډیره مرسته وکړي:
"انتخابات ډير مهم دي ځکه که نوی ولسمشر مشروعیت لري یعنې اکثر خلکو ته مشروع ښکاره شي نو بیا به له هغه سره له بهره ډيره مرسته وشي، د ناټو دننه به ډير د دې هرکلی وکړي چې د هغه ملاتړ وکړي.
دی به یو غښتلی سیاسي دریځ لري چې له طالبانو سره جګړه وکړي یا سوله وکړي دی به همدا رز د پاکستان په وړاندې غښتلی دریځ لري، نو د افغانانو لپاره مهمه ده چې د دوی د ښې راتلونکې یوه برخه د افغانانو په لاس کې ده یوازې د بهرنیو په لاسونو کې نه ده"
نیومن له دوه زره پنځمه تر دوه زره اووم کلونو پورې په افغانستان کې د امریکا سفیر و.
دی وایي، چې د افغانستان شرایطو ته په پام سره دا څرګنده ده چې دغه انتخابات به یو مخ بشپړ نه وي خو ده ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې ډیر خلک رایي ورکړي او افغانان دا اعتماد پیدا کړي چې نوی ولسمشر د اکثریت له لورې غوره شوی دی.

نیومن بیا وویل، چې امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ په یولسو کاندیدانو کې د کوم یوه پلوي نه کوي:

"امریکا یو کاندید هم نه غوره کوي، د څو دلیلونو له امله، لومړی خو دا زموږ له نظریې سره مخالف کار دی، دوهمه خبره دا ده چې امریکا د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د خپل استازي هولبروک د کارونو له لارې په انتخاباتو کې ډيره ښکیله شوه.
دا ډیره بده تجربه وه، دا هم د ولسمشر کرزي لپاره بده تجربه وه، هم د بهرنیو لپاره هم د ملګرو ملتو لپاره بده تجربه وه. دهمدې لپاره بیا څوک نه غواړي چې داسې تجربه وکړي"
د افغانستان ولسمشرحامد کرزي له امریکا سره د امنیتي همکاریو د تړون سند ځنډولی دی او شرطونه یې ایښي دي چې په دغو کې یو شرط هم دا دی چې امریکا دې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله نه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxj0j.yt0oo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته