دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 87892
کرزی به د ۴ جمعیتیانو په منځ کې یو د مارشال فهیم پر ځای ونوموي
تاند- د مارشال محمد قسیم فهیم له مړینې وروسته د هغه د ځای ناستي په اړه د جمعیت ګوند له غړیو سره د حامد کرزي سلامشورې روانې دي.
ویل کېږي چې کرزی د پخوانیو مجاهدینو له مشرانو، د جمعیت او پخوانۍ نظار شورا له غړیو سره په خبرو بوخت دی او ممکن په راتلونکو څو ورځو کې پر یوه تن، چې د جمعیت ګوند غړی به وي، جوړجاړی وشي.
ویل کېږي چې د قسیم فهیم ځای ناستی به د بلخ د والي عطا محمد نور، د ولسي جرګې غړي یونس قانوني، د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدین رباني او د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي په منځ کې یو تن وي.
تر دې مخکې د احمدشاه مسعود د ورور احمد ولي مسعود د نوم یادونه هم شوې وه. خو ډېر کتونکي وايي چې زیات احتمال د دفاع د اوسني وزیر جنرال بسم الله خان محمدي دی.
د بسم الله محمدي په اړه ویل کېږي چې یو له نادرو چارواکو ځیني دی چې په فساد کې یې نوم نه یادېږي او یا لږترلږه تراوسه چا په فساد نه دی تورن کړی. پر دې سربېره، سره له دې چې بسم الله محمدي د جمعیت او شورای نظار غړی دی، تراوسه د انتخاباتي هلوځلو په لړ کې د کوم کاندید په ګټه څه نه دي ویلي.
ځیني سرچینې وايي چې د ولسمشرۍ نوی لومړی مرستیال به روانه اوونۍ اعلان او راتلونکې اوونۍ د تایید د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې دا د ولسمشر کرزي صلاحیت دی چې د خپل مرستیال یا مرستیالانو د وفات کېدو یا استعفا په صورت کې بل کس غوره کړي او د تایید لپاره یې ولسي جرګې ته معرفي کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb5wbw.rhbz9p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته