په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار، زابل ، ارزګان ، میدان وردک ، کندهار ، تخار، کنړ، پکتیا او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۹ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز تېره ورځ ، د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول .
وژل شوو ماین خښوونکو غوښتل چې له یاد ماین څخه په ورانکاره او ترهګریزو کړنو کې ګټه پورته کړي، د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د لویې لارې په اوږ دو کې د ماین ايښودلو پرمهال ، ۵ واړه ماین خښوونکي ووژل شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)