دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 131839
د لشکرګاه څخه تر کندوز پوری؛ طالبان د څه شی په لټه کی دی؟
د جنګ د ډیریدو په لړ کی د لشکرګاه ښار ته نږدی؛ د هلمند د ولایت مرکز، عبدالله حبیبی: ددفاع وزیر او جنرال جان نیکلسون؛ په افغانستان کی د ناتو او امریکایی ځواکونو قومانان دا ولایت ته سفر وکړ.

د جنګ د ډیریدو په لړ کی د لشکرګاه ښار ته نږدی؛ د هلمند د ولایت مرکز، عبدالله حبیبی: ددفاع وزیر او جنرال جان نیکلسون؛ په افغانستان کی د ناتو او امریکایی ځواکونو قومانان دا ولایت ته سفر وکړ.
دا ارشد نظامی مقامات د شنبی په ورځ په یو خبری ناسته کی محلی مقاماتو او قومی مشرانو ته د هلمند په ولایت کی ټینګار وکړ چی نوربه مخالفانو ته دپرمختګ اجازه نه ورکوی.
جنرال نیکلسون وویل چی لشکرګاه او دهلمند نور ولسوالیانی به سقوط ونه کړی او د ناتو هوایی ځواکونه د افغان امنیتی ځواکونو تر اختیار لاندی قرار لری.
هغه وویل چی په هلمند کی د جنګ دښه پرمختګ لپاره، د ناتو د مشاورانو شمیر به په دا ولایت کی ډیرښت پیدا کړی.
عبدالله حبیبی؛ د دفاع وزیر هم د طالبانو په مقابل کی د پراخ نظامی عملیات د شروع څخه خبر راکوی او وویل چی مسلحه مخالفان به ددی عملیات په جریان کی به په شدت سره وټکول سی.
دا په داسی حال کی دی چی طالبان تیر هفته د خانشین او ناوی ځینی برخی اشغال کړی وو.
د نظامی او امنیتی مسایلو پوهان وایی چی ددی دوو ارشدو مقاماتو سفر و هلمند ته ددی شکاره کوونکی دی چی په دی ولایت کی وضعیت په شدت سره خراب دی او طالبان د لشکرګاه او نور مهم استراتژیکو برخو لپاره جدی خطر رامنځته کړی دی.
که څه هم تازه جنګونه په هلمند کی نوی حادثی نه دی؛ خو دناظرانو په باور، دا جنګونه په لږ سابقی ډول سره پراختیا موندلی دی او امنیتی ځواکونه په هلمند کی ددی برخی څخه په سختو شرایطو کی قرار لری.
په رسنیو کی ویل سوی دی چی د ناوی د ولسوالی او د خانشین ځینی برخی د طالبانو په لاس کی دی خو اندیښه په دی ځای کی دی چی دهلمند راتلونکی امنیتی وضعه به څنګه سی.
دولت او خارجی ځواکونه تلاش کوی چی دطالبانو د ماتی څخه خبری وکړی او خپل ځان د قدرت په حالت کی شکاره کړی؛ خو کارپوهان وایی دا موضع ګیریانی د جنګ دیو روانی تکتیک شکل دی او خپله د جنګ یو استراتژی دی؛ خو په دا منځ کی، باید پر دی موضع ګیریانو په دومره اندازه تکیه ونه کړو چی هلمند دا وضعه ددی خوشبینیو په منځ کی په پوره ډول له یاده ولاړ سی.
هغه څه چی د هلمند په جنګ کی جریان لری دادی چی د تروریستانو کوم ضعیف نکته نه تر سترګو کیږی. امکان لری ددی جنګ ترشا، مستقیما د خارجی قدرتو پښه په خاصه توګه پاکستان، داخل وی.
مخکی هم ددولت امنیتی سازمانونه مدعی سوی وو چی جنګ په هلمند کی مستقیما د پاکستانی جنرالانو پواسطه هدایت او رهبری کیږی او طالبان قصد درلودی چی دخپلی فرماندهی مرکز د پاکستان څخه هلمند ته انتقال ورکړی.
په دی حساب سره، هغه څه چی په دی ولایت کی جریان لری، یو معمولی او عادی جنګ نه دی؛ بلکه یو با عیاره جنګ او یو منطقه ای جنګ دی او دا کار، ددی لامل کیږی چی قوی او بنیادی عملیاتونو ته پراختیا ورکړی؛ هغه څه چی د روانی جنګ او تبلیغاتو څخه اضافه کارونه وی.
بله مساله چی دڅیړونکو له نظره د هلمند جنګ ته پراخ او پیچلی ابعاد وربخشی، دبل جنګ رامنځته کول، د هلمند د جنګ په شان د قندوز په استراتژیک ولایت کی دی.
د ملی شورا نمایندګان وایی چی په قندوز کی د ښپږو ورځو جنګ په تیریدو سره، تر اوسه کوم تغیر د جنګ په وضعیت کی نه دی راغلی او طالبان د ښارونو په ځینو مرکزی برخو کی حضور لری او جنګ دهغوی او دولتی ځواکونو ترمنځ کور په کور جریان لری.
ارشد نظامی قوماندانان لکه جنرال مرادعلی مراد هم د څو ورځو راهیسی په قندوز کی دی؛ خو دولتی منابع ویلی دی چی اشرف غنی؛ رییس جمهور، جنرال دوستم ته دجنګ لپاره قندوزته دداخلیدو اجازه نه دی ورکړی.
ښاغلی دوستم ته نږدی منابع مدعی سوی دی چی ښاغلی غنی اروپا ته دسفر په وخت کی حتی دخپل لومړی معاون زنګونو ته هم د قندوز په اړه ځواب نه دی ورکړی!
په همدی وخت کی د فراه څخه هم خبر ورکول کیږی چی طالبان آمادګی نیسی چی په دا ولایت کی هم پراخ جنګونه رامنځته کړی. د فراه دولایتی شورا غړی وایی چی طالبان فراه محاصره کړی دی.
په نورو ولایاتو کی لکه بادغیس، هم وضعیت ډیر ماتونکی توصیف کیږی.
په دی حساب سره، لیدل کیږی د ژمی په رارسیدو سره طالبان د خپلو هدفو دلاسته راوړلو په لټه کی دی او دهغوی خارجی حمایت کوونکی هم تلاش کوی تر څو د افغانستان دمرکزی دولت اقتدار، سلطه او استقرار د جدی چالشونو سره مخ کړی.
پوهان وایی چی دا کار دی ته په توجه سره ویل کیږی چی اوس هم د افغانستان یو پردری برخه خاوره عملآ ددولت د ولکی او کنترول څخه وتلی دی، د هیواد دراتلونکی لپاره ښه پیغامونه نه دی او دولت او دهغه بین المللی متحدان باید د هیواد امنیتی وضعیت ته په اولویت ورکولو سره ددی وضعیت د لمنځه وړلو لپاره ښه طرحی رامنځته کړی او دا طرحی په جدی توګه عملیاتی کړی.

https://avapress.com/vdcae6n6o49nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته