دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 132950
د قومی حکومت څخه د مخته تللو لاری چاری

               د وخت په تیریدو سره تراوسه هم د جنرال عبدالرشید دوستم د خبرو اهمیت نه دی لږ سوی، تحلیلونه او تبصری د هغه په اړه جریان لری. 
د جمعی په تیری ورځی کی چی د قربانعلی عرفانی د وفات کلیزه وه، په دی مراسمو کی چی ډیر سیاسی او جهادی رهبران وجود درلودی هر یو خپل نظریی د جنرال دوستم په اړه څرګند کړ. که څه هم د جنرال دوستم د اظهاراتو او انتقاداتو وروسته، دافغانستان دولت بالخصوص اشرف غنی ډیر تلاش وکړ چی جنرال دوستم ملامت کړی، خو دحکومت اعلامیی دخلګو دقبول وړ ونه ګرځیدی او دحکومتی اعلامیو په وړاندی عکس العمل وښوده او حکومت یی ملامت کړ او اشرف غنی په قوم ګرایی متهم کړ او د دوستم خبری یی تصدیق کړ. 
د مراسم په جریان کی که څه هم ښاغلی سرور دانش د رییس جمهور دوهم معاون ډیر تلاش وکړ چی د اشرف غنی څخه دا اتهامات لیری کړی او هغه یو غیری تعصبی شخص وښیی، خو داخبری د نورو حکومتی مقاماتو په کړنوکی ونه ښودل سو هغه اندیښنی چی د حکومت په برخه کی بالخصوص د اشرف غنی په اړه  لیدل کیږی. 
عجیب دادی چی یواځی ښاغلی دانش د اشرف غنی څخه دفاع وکړ او هغه یی دهر عیب څخه پاک وبلل خو نور حکومتی مقامات ونه غوښتل چی اشرف غنی د قوم ګرایی د عیب څخه پاک وښیی. 
هغه څه چی نور حکومتی مقامات مجبور کړ چی داسی کړنه ترسره نه کړی، شاید دهغوی خپل شخصی ګټی وی. حکومتی مقامات ګمان کوی چی پر حکومت باندی د انتقاداتو زور اخیستل شاید وضعیت د کنترول څخه خارج کړی او په نتیجه کی د هغوی ټوله منافع او مصالح د خطر سره مخ سی. 
دا فکر که څه هم قوم ګرایی نه خوښوی خو پرحکومت باندی سخت انتقاد هم صحیح نه بولی. په بله ژبه په دی منځ کی شخصی ګټی یو طرف او ملی ګټی بل طرف دی. 
دا ډله په دی باور دی چی پر حکومت باندی سخت انتقادات ددی لامل ګرځی چی داحکومت کمزوره سی او انارشیستی شکل ونیسی چی په هغه صورت کی نه به قوم ګرایی مهار سی نور مشکلات به هم ډیر کړی، بنا پردی په داسی حالت کی چی طالبان دهیواد ښارونو ته نږدی لیدل کیږی داسی مسایلو ته توجه کول مطلوب نه دی نو دهمدی لپاره سیاستمداران باید لومړی سیاسی نظام د ټینګښت په فکر کی وی او دهر ډول اختلافاتو څخه مخنیوی وکړی. دا ډول خبری د عطامحمد نور په خبروکی ډیر شکاره دی. 
ښاغلی نور که څه هم د حکومت څخه انتقاد کوی خو په عینی حال کی معتقد دی چی د حکومت د امکاناتو څخه باید استفاده وسی اودبروکسل ناسته یو فرصت وبلل سی، او عقیده لری چی دا ناسته د حکومت د مهمو لاسته راوړنو څخه دی او باید د سولی او همګرایی په برخه کی ځینی استفاده وسی. 
په اصلاح ګرانو کی بل فکر هم سته چی اوسنی وضعیت نامطلوب بولی او هیڅ مصلحت د نوی غیری قومی حکومت درامنځته کونی څخه لوړنه بولی. دا ډله په دی باور دی چی په افغانستان کی ټوله مشکلات یو دبل څخه بیل نه دی، نا امنی د اداری فساد او مخدره توکو څخه بغیر نه دی او قوم ګرایی نه سی کولای کوم تاثیر پر امنیت وکړی. 
اوسنی حکومت خپل ټول تلاش د امنیت په برخه کی مصرفوی هر وخت چی امنیت سم سو هغه وخت دی د قوم ګرایی ریښه له منځه یوسی او یو مطلوب حکومت رامنځته کړی. هم چنان قوم ګرایی د ناامنی او مخدره توکو په برخه کی ډیر مشکلات رامنځته کوی. 
که حکومت وغواړی چی یو زیربنایی کار ترسره کړی لومړی باید یو مناسب کار د قوم ګرایی سره د مبارزی لپره ترسره کړی.او دقوم ګرایی سره مبارزه، چی ملی اعتماد منځته راوړی، دحکومت پایی مستحکمه کوی. 
که لومړی ګام په دی برخه کی واخیستل سی ټول اقوام پر حکومت باندی باور کوی، پر حکومت باندی اعتماد کول حکومت ته قدرت ورکوی چی دا قدرت په هیڅ ځای کی لاسته نه راځی. دا فکر یو علمی فکر دی چی د شلمی پیړی د سیاسی فیلسوفانو څخه پاته دی. ځینی ویلی دی چی تدریجی اجتماعی  اصلاحات هغه شیوه او یا طرز دی چی اروپایان د دوهم نړیوال جنګ وروسته ترسره کړه او ګټی یی هم ترلاسه کړی. 
ځکه نو دوهم لاره هغه لاره دی چی تجربه سوی دی او د اعتماد وړ دی چی باید حکومت دهغه دترسره کولو لپاره تلاش وکړی. خو نه لیدل کیږی چی دافغانستان حکومت د یو غیری قومی مطلوب حکومت دمنځته راوړلو لپاره تلاش وکړی. 

            
https://avapress.com/vdcft0dyxw6dm1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته