دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 133529
ترامپ؛ بریالی توب او د بریالی توب څخه لوړ

دونالد ترامپ بی له دی چی داکثریت عمومی خلګو رای ترلاسه کړی د کالج الکترال سیستم په اساس چی په هغه کی هر ایالت یو امتیاز د بریالی لپاره په نظر کی لری د امریکا رییس جمهور سو. 
د رایو د آخرو شمیرنو له مخی، کلینتون ۴۷٬۷٪ او ترامپ ۴۷٫۵٪ رای ترلاسه کړ. 
آخری ځل چی ناکام سوی نامزد، د عمومی رایو ګټونکی سو ال ګور؛ د دموکراتانو نامزد چی د ۲۰۰۰ کال په انتخاباتو کی رقابت جورج بوش ته بایلوله. 
ترامپ د اکثریتو په پیش بینی سره د موسساتو په نظر سنجیو سره د حساسو ایالتو لکه فلوریدا، اوهایو او پنسیلوانیا کی بریالی سو. 
نظر سنجی د رای ورکوونکو څخه د سه شنبه په ورځ شکاره کړ چی هغه د ۵۸٪ رایی د سپین پوستو څخه – په مقابل کی ۳۷٪ رای کلینتون – لاسته راوړی دی. هغه ښه عملکرد د سپینی پوستو په منځ کی او هغه کسان چی کالج ته نه دی تللی، درلودی. 
د هغه په وړاندی د هغه د ملاتړ میزان د تورپوستانو په منځ کی، لاتین تباریان او آسیایی امریکایانو کی د کلینتون په پرتله لږ وو. 
ترامپ په داسی حال کی د امریکا ریاست جمهوری ته ورسید چی لږ څیړونکی او سیاسی ناظران دا پیش بینی کوله چی هغه ددی ریاست د لاسته راوړلو لپاره بریالی سی. په دی حساب سره، د ناظرانو په باور، هغه څه چی ترامپ رامنځته کړه، په ریاست جمهوری کی د بریالی توب څخه لوړ دی. په نتیجه کی د هغه عملکرد، د نظر سنجی سازمانونه، تحلیلکوونکی او سیاسی ناظران، ټولنه پیژندونکی او د امریکا د انتخابی کارونو پر روند باندی ناظر موسسات حیران، غافلګیر او شرمساره سول. 
یو د ناظرانو څخه، د امریکا د ریاست جمهوری د انتخاباتو د شروع کیدو څخه مخکی ویلی وو چی که ترامپ رییس جمهور سی، دا سازمانونه باید دروازی وتړی او د نورو کارونو پسی ولاړ سی! 
دا حادثه اوس پیش سوی دی او ترامپ، بریالی سوی دی. هغه یواځی پر کلینتون نه دی بریالی سوی؛ بلکه پر ټولو ځواکونو بریالی سوی دی چی ددی وخت په موده کی، د هغه په وړاندی راپورته سوی وو او هغه صلاحیت او صاحب کیدنه د ریاست جمهوری د څوکی دلاسته راوړلو لپاره تر پوښتنی لاندی راوړی وو. 
ترامپ ددی کار لپاره، د ډیرو صاحب نظرانو په باور، د ځینو تکنیکونو څخه استفاده وکړ چی د دوه قطبی کیدو او دشوک او د څوری د رامنځته کیدو سره پر امریکا باندی لاسته راغلل. 
ترامپ په دی برخه کی تر هغه ځایه مخته ولاړی چی حتی د جمهوری غوښتونکی – او د متبوع سیاسی سازمان ترمنځ رامنځته سوی مشکلاتو ته هم اعتنا ونه کړ او حتی د جمهوری غوښتونکی ځینی رهبران هم خپل ځان په وړاندی راوپاروله. 
په دی حساب سره، د ناظرانو په باور، د ترامپ بریالی کیدنه، یو څه د بریالی توب څخه لوړ دی او هغه بیله شکه، دا بریالی کیدنه د تهاجمی رویکرد او خپل مخصوص هنجارشکنانه پواسطه؛ هغه څه چی د پل رایان په اذعان؛ د جمهوری غوښتونکی د شکاره ملاتړ څخه ترامپ برخمن وو، نه یواځی دهغه د بریالی کیدو ختم سو؛ بلکی د ډیرو جمهوری غوښتونکی د نماینده ګانو او امریکا د سنا مجلس ته هم لاره پیدا کړ او په دی ترتیب سره هغه به لږ تر لږه دوه کاله نظام رهبری کړی چی په سپین کاخ کی او کنګره کی د جمهوری غوښتونکی څخه ترکیب سوی دی او دا بل لوی امتیاز دی چی دهغه په نصیب سوی دی. 
په ستره محکمه کی هم د ۹ چوکیو څخه پنځه چوکی د جمهوری غوښتونکی دی؛ ځکه چی د باراک اوباما د ریاست جمهوری په وخت کی د ستری محکمی یو غړی د دنیا څخه ولاړ؛ خو پر کنګری باندی مسلط جمهوری غوښتونکی، اوباما ته اجازه ورنه کړ چی یو دموکرات د هغه غړی پرځای کښینی او په دی ترتیب، دا چانس اوس د ترامپ په لاس کی دی چی د جمهوری غوښتونکی په ګمارلو سره، د جمهوری غوښتونکی اکثریت تامین کړی. 
په دی حساب سره، کارپوهان پیش بینی کوی چی ددوو راتلونکی کلو کی د امریکا د کنګری په دوره انتخابات منځته راځی، ترامپ کافی چانس لری چی خپل شعارونه او وعدی سرته ورسوی؛ هغه څه چی د امریکا او نړی لپاره یو کابوس په راتلونکی کی ولری.

https://avapress.com/vdcirpaz3t1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته