دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۶:۲۹
د مطلب کود : 151115
پاکستان، تروریزم او د کلماتو سره لوبه

 

 

ددی وروسته چی د امریکا ځواک مراکز، د پاکستان اطلاعاتی سازمان (آی اس آی) د تروریستی ډلو سره په اړیکو باندی تورن کړ، پاکستان ځواک قبول کړی چی د تروریستی ډلو سره اړیکی لری؛ خو د هغوی څخه ملاتړ نه کوی.

جنرال آصف غفور؛ د پاکستان ځواکونو مطبوعاتی دفتر مشر وویل: هیله کوم چی د ملاتړ او اړیکی ترمنځ توپیر باندی پوه سی. د یو هیواد نوم واخلی چی د تروریستی ډلو سره اړیکه ونه لری. دا کار هرڅوک کوی. که د اړیکی مقصد د ګواښ له منځه وړل وی، یو مثبت کار دی.

هغه وویل: زما لپاره روشانه ده چی آی اس آی د تروریستی ډلو سره اړیکه لری.

مخکی جنرال جوزف دانفورد ویلی وو: زما لپاره واضح خبره ده آی اس آی د تروریستی ډلوسره اړیکه لری.

جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر وویل که څه هم تروریستان د پاکستان په وړاندی عملیاتونه کوی؛ خو په ظاهر کی آی اس آی خپل خارجی سیاست لټوی. هغه زیاته کړه چی ترامپ نه مخکی چی خپل تصمیم د اسلام آباد په وړاندی اعلان کړی، پاکستان ته یو بل فرصت ورکول کیږی ترڅو ددی هیواد سره د افغانستان لپاره کار وکړی.

کارپوهان وایی چی پاکستان همدارنګه د وخت د تیرولو په حال کدی او امریکا او د افغانستان امنیت نور بازیګران تیر باسی ترڅو ملاتړ یی د تروریستی ډلو څخه همداسی جاری پاته سی.

دا چی د پاکستان ځواکونو مطبوعاتی دفتر مسئول دا ادعا کوی چی پاکستان ددی لپاره د تروریستانو سره اړیکه لری چی یواځی د هغوی ګواښ له منځه یوسی، سربیره پردی چی شکاره دروغ دی، یو ډول لوبه د کلماتو سره بلل کیږی؛ ځکه چی هیڅ دلیل شتون نه لری چی پاکستان یواځی د ګواښونو د منځه وړلو لپاره د تروریستی ډلو سره اړیکه ولری او دا اړیکه، د هغوی سره ملاتړ په معنی نه وی.

اوس څنګه پاکستان دا ثابتولای سی چی د تروریستی ډلو لکه طالبانو او حقانی شبکه سره اړیکه لری او دا اړیکه د هغوی څخه ملاتړ په معنی نه دی، په داسی حال کی چی د همدی جریاناتو په سلهاوو مشران او قوماندی او غړۍ یی د پاکستان په خاوره کی حضور او فعالیت لری او خپل مراکزو کی په آزادانه توګه د افغانستان دولت او خلګو په وړاندی طرحی جوړوی؟

سربیره پردی پاکستان به دا ته څنګه ځواب ورکړی چی د هغوی په وړاندی افغانستان په سلهاوو او په زرهاوو شواهد او اسناد لری چی شکاره کوی ټول بریدونه او انتحاریانی، تروریستی ډلو منظم یورشونه، په پاکستان کی، طراحی او برنامه ریزی کیږی او ځینی یی مستقیمآ د تروریستی عواملو له لوری چی پاکستانی اصالت لری، اجرا کیږی؟

په ځینو ځایونو کی افغانستان امنیتی ماموران، ځینی اسنادو او شواهدو ته لاس رسی پیدا کړی دی چی پاکستان جنرالونه، د طالبانو لوی او منظم جنګونو مدیریت او هدایت د افغانستان په جنوب کی په غاړه درلودلی دی.

په دی حساب، دا ډیر شرم آور دی چی ددی ټولو شواهدو او مدارکو سربیره، بیا هم پاکستان ادعا کوی چی اړیکه یی د تروریستی ډلو سره یواځی د ګواښ له منځه وړنی لپاره دی او پاکستان د هغوی څخه ملاتړ نه کوی!

لکه څنګه چی امریکا ځواک مراکز ویلی دی، حقیقت دادی چی د اسلام آباد غیری نظامی حکومت او آی اس آی جاسوسی سازمان، دوه مستقل واحد په بیلابیل سیاستونو سره دی او په دی برخه کی، آی اس آی، خپل خاص خارجی سیاست د اسلام آباد حکومت دیپلماتیک وریه څخه مستقل مخته وړی. بناپردی، امریکا د ترامپ په مشری، که غواړی جاری ناامنی په افغانستان کی له منځه یوسی او دا کار د پاکستان له لوری ترسره سی، باید د آی اس آی مهار لپاره اساسی فکر وکړی.

بله نکته داچی د جیمز متیس دا چانس او فرصت و پاکستان ته دومره ډیر وخت په بر کی ونه نیسی چی ځل بیا خپل خرابکارانه مداخلات په افغانستان کی جاری وساتی.

هر ډول فرصت باید د درانده فشارونو سره وی ترڅو پاکستان مجبوره سی تر فشار لاندی بدلون ته ځان آماده کړی؛ بیله هغه، دا اقدام به یواځی د آی اس آی او ملاتړ لاندی تروریستانو په ګټه وی.

https://avapress.com/vdcjvveviuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته