دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 151529
د آمریکا سره هملاریتوب د افغانستان په ګټه نه دی

 

ځینی سناتوران د سنا په مجلس کی وویل: د داعش تروریستی ډلی د قوش تیپه او درزاب ولسوالیو کی چی د جوزجان ولایت ولسوالیو څخه دی په آزادانه توګه فعالیت لری، خو آمریکا هوایی ځواکونه په هغوی هیڅ کار نه لری. یو نظامی کارپوه هم وایی چی افغانستان د ۴۰۰ میل سلاحو سره چی لری، مخالف ډلو باندی برید باندی توان لری، خو د افغانستان دولت حرکت د آمریکا سیاستونو تابع دی. د نمایندګانو مجلس یو غړۍ په دی باور دی چی آمریکا افغانستان څخه منځنۍ آسیا ته د داعش لیږد دنده لری.

د سناتورانو څخه یو وویل: داعشیان په قوش تیپه او درزاب ولسوالیو کی طالبان دباندی ایستلی دی او ټوله سیمی یی نیولی دی. هغه ادعا کوی چی داعشیان د قوش تیپه او درزاب ولسوالی ټولی سیمی د دولت او طالبانو د کنترول څخه خارج کړی دی.

قاری حکمت، د داعشیانو عمومی قوماندان په دی دوو ولسوالیو کی ساعتونه د خپل هملارو سره په مساجدو کی خبری کوی او په سلهاوو تنه نور هلته راټول دی، څنګه آمریکا ددی موضوع څخه خبر نه لری، سربیره پردی چی قوی استخبارات لری او داسی الوتکی لری چی هیڅ څه د ځمکی پرمخ د هغوی څخه پټ نه پاتیږی؟

هیڅ شک شتون نه لری او لکه څنګه چی ځینی سناتوران وایی چی آمریکا او متحدان یی د خاصو مقاصدو لپاره په افغانستان او سیمه کی حضور پیدا کړی دی او دا ګمان هم نه کیږی چی دا حقیقت د سیمه ایزو مسایلو پوهانو ترمنځ کوم مخالف ولری.

د آمریکا ۱۶ کاله حضور په افغانستان کی، کارنامه یی داسی دی چی دا ځواکونه او متحدان یی د سولی او امنیت راوستلو سره هیڅ کار نه لری.

د ډیرو پوهانو په باور د آمریکا او په ناتو کی د آمریکا متحدانو دا کړنه هغه څه نه دی چی د افغانستان خلګو لپاره پوښتنه منځته راوړونکی وی؛ ځکه چی د افغانستان خلګ د استعماری قدرتونو لکه آمریکا او نور غربی هیوادونو څخه د هغه هیوادونو ګټو او مقاصدو تعقیب نه بغیر توقع هم نه لری او هیڅ دلیل هم شتون نه لری چی هغوی انسانی او مالی لګښتونو سره افغانستان کی سوله او آرامتیا راولی.

د پوهانو په باور، هغه څه چی د پوښتنی لامل ګرځی، د افغانستان دولت پیروانه او منفعلانه موضع ګیری د خارجی خطرناکو پلانونو او پالیسیو او سیاستونو څخه دی.

د پوهانو په باور دا اخیر دری او څلور کاله افغانستان د ناامنی له لحاظه د ټولو اړخو یعنی امنیتی، اقتصادی او نظامی او اخلاقی او انسانی برخو کی په بدترینه وخت کی قرار لری چی افغانستان تاریخ کی بی ساری دی.

دا خراب وضعیت ټول خلګ اندیښمند کړی دی او تاریکی او بندون نه بغیر هیلی څخه کوم څه نه دی لیدلی.

که د هیواد ټوله کارپوهان او پوهان د افغانستان په ډیرو مسایلو کی، اختلاف نظر ولری، په یو څه کی اتفاق نظر لری او هغه په افغانستان کی د آمریکا او ناتو ۱۶ کالو حضور لاسته راوړنه ده چی بیله تباهی او سرګردانی بل څه د افغانستان خلګو لپاره منځته نه دی راوړی.

هر ورځ وضعیت تردی هم خرابیږی او د افغانستان دولت څخه دا هیله کیږی چی د نورو زړه سوانده دولتونو په شان د خپل ملت ترڅنګ ودریږی او خپل سیاسی او نظامی او کلتوری موضع ګیری د افغانستان ګټو او مصالحو په اساس عیار کړی؛ په ډیر تاسف سره چی د آمریکا او غرب بلوک ملاتړ څخه په افغانستان کی وتلی دی او آمریکایانو څخه طوطی په شان تقلید سره په داسی مسایلو کی چی خپل خلګو او هیواد پوری اړه لری، خپل وخت او انرژی بی ځایه کوی.!

پوهان د افغانستان د ژغورلو یواځنۍ لاره د افغانستان ملی ګټو باندی سیاست انتخابول بولی او د نړۍ دولتونو سره باید متقابل مشروع اړیکی د دواړو لورو ګټو په اساس رامنځته سی او هیڅ وخت آمریکا او متحدانو په شان سلطه ګرو او استعمارګرو ته نږدی کیدنه نه توصیه کوی.

 

https://avapress.com/vdcirzaz3t1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته