دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 158047
سوریه جنګ ته د اسراییل ننوتلو راتلونکې
اسرائیل رژیم وایی چی د دلو په ۲۱ یو هوایی برید په پراخ توګه په سوریه کې د سوری او ایرانی اهدافو په وړاندی ترسره کړ. سوریه وایی چی څو اسرائیلی هوایی الوتکې تر برید لاندی راوړی او یو یی له منځه وړی دی. په دی حال کې، اسرائیل رژیم ځواکونو ویاند وایی چی دا رژیم د ایران او سوریه سره نښتو په لټه کې نه دی. سانا؛ سوریه رسمی خبرپاڼه وایی ددی هیواد هوایی پدافند د اسرائیل رژیم برید دفع کړی دی. اسرائیل خپل یو اف-۱۶ الوتکې له سقوط د سوریه موشک په واسطه قبول کړی دی. دا رژیم همدارنګه د یو ایرانی بی سرنشینه الوتکې د له منځه وړو مدعی شوی دی؛ هغه خبر چی ایران یی نه دی تایید کړی. د اسرائیل ځواکونو ویاند، اسرائیل ته دا پهپاد داخلیدل اسرائیل خاوری باندی د ایرانیانو جدی برید بللی او یلی دی: ایران سیمه داسی وضعیت ته راوړی چی نه پوهیږی نتیجه به یی څه وی. اسراییل د سوریه بحران د شروع څخه داسی ښودلی دی چی بی طرف دی؛ خو دا رژیم په عینی حال کې، د سوری ضد تروریستی او تکفیری ډلو څخه پټو ملاتړ او عرب او ترکیه رژیمونو سره پټ مرستو سره په سیمه کې، په سوریه کې د حزب الله او ایران جنګیدونکو حضور هم د نږدی څخه تر نظر لاندی درلودلی دی. د اسراییل رژیم لمړۍ وزیر معروف لیدنه د هغه روغتون څخه چی په هغه کې، په سوریه کې فعال تروریستی ډلو تپیان د اسراییل ډاکترانو له لوری مداوا کیږی، د سوریه په بحران کې د اسراییل دخالتونو یو شکاره نشانه وو. سربیره پردی، داسی ادعاوی شتون لری چی اسراییل د ترکیه او څو نورو هیوادونو ترڅنګ، په سوریه او عراق کې داعش نفتی معاملاتو اصلی لورو څخه وو. له بل لوری، دا رژیمونه ډیر ځلی حزب الله او همدارنګه سوریه کې اسلحو انبارونو څیړنیز او قوماندی مراکزو تسلیحاتی کاروانونه، پراخ هوایی بریدونو لاندی نیولی دی چی په یو مرګونۍ برید کې یی د عماد مغنیه؛ حزب الله لبنان فقید قومانده زوی جهاد مغنیه د اسراییل مرزونو ته نږدی ددی ډلی څو غړو سره، تر برید لاندی راغلل او شهید کړل شو. سربیره پردی، د ایران او هغه همپیمانانو سیمه ایز مخامخ کیدنې خطر د اسراییل رژیم سره، هیڅ وخت دومره جدی نه وو. که څه هم اسراییل رژیم ویاند، ننۍ برید په لړ کې، ویلی دی چی دا رژیم د ایران او سوریه سره د مخامخ کیدو غوښتونکې نه دی؛ خو کارپوهان وایی چی ننۍ برید، ایران او سوریه او حزب الله لبنان مجبوروی چی د اسراییل رژیم سره پراخ مخامخ کیدو لپاره، آمادګی ونیسی. د سوریه هوایی ضد دفاع د اسراییل رژیم اخیرو دوو بریدونو څخه هم شکاره کړه چی ددی وروسته، دمشق نور د اسراییل تیریو اقداماتو په وړاندی د تیرو په شان، چوپ نه پاتیږی او دا همغه څه دی چی د سوریه بحران او همدارنګه ډول منځنۍ آسیا خطرناک وضعیت وړاندوینو لپاره زمینه برابروی. د ویلو وړ خبره داده چی د دمشق سیاست بدلون د اسراییل تیری په وړاندی، د ناظرانو په باور، لیری خبره معلومیږی. په دی حساب سره، سوریه راتلونکې جنګ، یو سیمه ایز حقیق جنګ به وی. البته مخکې له دی د سوریه جنګ هم د غرب او غرب همپیمانو رسنیو تبلیغاتو برعکس، هیڅ وخت داخلی جنګ نه وو. سوریه ددی کلونو په لړ کې، سیمه ایز او حتی بین المللی خونړیزه جنګ باندی اوښتۍ وو چی مهم بدلون یی، بین المللی لوبو کې د روسانو مقتدرانه بیرته راتګ حسابیږی چی د قضا څخه د نړۍ حساس نقطی یعنی منځنۍ آسیا څخه شروع شو. د سوریه داخلیدل دا جنګ ته، نه یواځې د جنګ میدانی معادلاتو بدلون لامل شو؛ بلکه په عینی حال کې، بین المللی ابعادو کې نظامی مناسباتو اصلی فرمول د روسانو په ګټه بدل کړه. امریکا د سوریه په جنګ کې سخته ماته وخوړه؛ که څه هم وروسته هڅه وکړه چی کردانو باندی سرمایه ګذاری سره، خپل حضور د سوریه په راتلونکې معادلاتو کې وساتی او د روسیه او ایران په وړاندی، یو ډول قدرت موازنه منځته راوړ؛ خو خپل دا هڅو کې هم به ناکام شی. په دی حساب سره، د امریکا لپاره یواځینی پاته لاره، سوریه جنګ ته د اسراییل داخلیدل دی؛ هغه هڅه چی د ایران او حزب الله درولولپاره د روسیه رهبری باندی ائتلاف تضعیف په نتیجه کې صورت نیسی؛ خو د اسراییل رژیم ځواک ویاند نظر برعکس، دا امریکا دی چی اسراییل نظامی ګری جنون څخه ګټه اخیستو سره، سیمه داسی وضعیت ته راوړی چی نه پوهیږی نتیجه به یی څه وی نه ایران.
https://avapress.com/vdcayan6049nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته