دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 161539
په سرمایه داری نظام کې د ښځو حقوق او مقام

 
په سرمایه داری نظام کې، د ټولو انسانانو هر اړخیزه رشد چی د هر سیستم اصلی مقصد دی رامنځته به نه شی او یواځې به سرمایه وی چی رشد وکړی او د انسانی اړیکو او کورنۍ کانون له منځه وړی او خرابوی...
غرب دموکراسی نظام چی د ښځو او نارینه وو برابری او مساواتو رامنځته کولو مدعی دی، د ښځو کار ځواک ته د سرمایه داری اقتصاد څرخ اړتیا په دلیل او هغوی ته ددی انګیزه پیدا کولو لپاره چی کور څخه ووځې او اقتصادی صحنو ته داخل شی، تر یو څه پوری د ښځو او نارینه برابروالی قبول کړی او اجرا ته پریښی دی. د هغه ځایه چی ددی نظام اصلی مقصد د اقتصاد پراختیا او سرمایه سود او ګټه ډیرول دی، په دی هیوادونو کې د انسانانو ظاهری آزادی سربیره داسی په نظر رسیږی چی یو بل ډول سلطه د عینی او ظاهری استبداد ځای نیولی چی دا کار دا کار د انسان مادی مصرف ورځ په ورځ اړتیا ډیرولو لامل ګرځې چی جبر د عمل او ذهن څخه تیر او قهر پر انګیزو او روحی چارو باندی قرار نیولی دی. په بل عبارت، د فراعنه، چنګیز یا هیتلر په شان حاکمانو ظاهری جبر یا قهر پر پخوانیو نسلونو باندی په یو بل ډول سره؛ خواه ناخواه په اوسنۍ متمدن یا پرمختللی ټولنه کې رامنځته کیږی؛ یعنی ټولنو حکومتونو سیاسی مدیران د انسانانو مادی اړتیاوو رفع کولو وسیلی په لاس کې درلودلو سره انسانانو باندی یو ډول جبر لامل شوی چی په نتیجه کې انسانی هویت یا پیژاند لکه د ښځو هویت، مظلومانه لکه د خرڅونې او رانیوني کالا په حیث قرار نیولی دی. ( البته یو ټولنیز خرڅ او رانیونه ).
 
د ښځو د جسیت څخه ګټه پورته کونه:

د ښځو جنسیت هم د سرمایه او اقتصادی پراختیا نظامونو کې تر نامشروع ګټه اخیستنې لاندی قرار نیلی او د ښځو بی قید او بند ظاهری حضور سربیره، تر اوسه هم اساسی تصمیم نیونې د نارینه وو په لاس کې دی او د هغه ټولنې اقتصادی او سیاسی اکثیره مدیران نارینه تشکیلوی.
 
کورني او سرمایه داری نظام:
 
په کورني اړیکو کې هم د کور څخه د ښځې د حد نه ډیر دباندی مشغولیت، په کور کې عشق او ابتهاج خپل ځای مصنوعی مینې او عشق ته پریشي او په دی ډول ټولنو کې جنسی شور ماشور ډیریدو له امله، انسانی کرامت ته کوم ځای نه دی پاته. اقتصادی پراختیا سیستم پر ټولنو باندی، بشری حقوقو وجدان متزلزل کوی او ارزښتی نظام تر کالایی نظام اغیزی لاندی کوی. د همدی لپاره په دی ډول سیستمونو کې هر اړخیزه رشد چی د هر نظام اصلی مقصد دی، د انسانانو لپاره نه رامنځته کیږی او یواځې سرمایه دی چی ورځ په ورځ پراختیا مومی او انسانی او کورني کانون ډیر زیان وینی.
 
ننۍ غربی تمدن او کلتور کې د ښځو اضطاب یا بیری منشا:
 
په مترقی یا پرمختللو ټولنو کې، ښځه اقتصادی فعالیتونو کې مشارکت سربیره، همدارنګه د کوچنیانو پرورش او ساتنې دنده هم لری او په دی منځ کې د کور څخه دباندی ستړیتوب او خسته ګي له امله، ورځ په ورځ هغې مورني عاطفه او مینه کمیږی. دا معضل نه یواځې داچی ددی لامل کیږی ترڅو کوچنیان د همغه سره او خپل ابتدایی ژوند کې ټولنیز ساتنځایونو او مراکزو ته سپارل کیږی، بلکه د روانی لحاظه هم مور، خپل کوچنی خپل کارونو په وړاندی خنډ بولی. په بل عبارت سره، په داسی ټولنو کې، ټولنیز شرایط د مور او کوچني د جدایی لامل ګرځې او ددی جدایی نتیجه، هغه اضطراب او بیره ده چی انسانان د هغه څخه تیښتې له امله، مادی کالاوو مصرف ته دوام ورکوی او تنوع یا اعتیاد باندی مصروفه کیږی چی دا کار خپله د اضطراب لامل دی.
ادامه لری.
https://avapress.com/vdcae6n6o49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته