دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 166800
د عربستان ناسته؛ د سولې تامین د جنګ سرچینی له لارې

 
د سولي عالی شورا هیله مند دی چی په سعودی عربستان کې د اسلام نړۍ علماوو ناسته کې د طالبانو مشران هم ګډون وکړی او خپل نظر د اسلام نړۍ دینی علماوو سره د جنګ ادامه په اړه شریک کړی.
سید احسان طاهری؛ ددی شورا ویاند وایی چی دینی علماوو ناسته په سعودی عربستان کې راتلونکې اونۍ د دوو ورځو لپاره د جده او مکه په ښارونو کې ترسره کیږی.
د ښاغلی طاهری په وینا، راتلونکې اونۍ د اسلام نړۍ دینی علماوو بین المللی ناسته په سعودی عربستان کې جوړیږی او موږ هیله مند یو چی په هغه ځای چی د طالبانو علمایی کرام هم ګډون وکړی ترڅو افغانستان کې سولې او جنګ خبره دینی توګه صورت ونیسی.
په دی ناسته کې ګډون لپاره یو ۴۰ کسیزه هیئت د افغانستان څخه سعودی عربستان ته ځی.
د سعودی په ناسته کې چی ۱۵۰ دینی علما او د ۳۳ هیوادونو مفتیان ګډون کوی، د بحث موضوع یواځی د افغانستان سوله او جنګ ده.
خو طالبان د سعودی عربستان ناسته تقبیح کړي او هغه د آمریکا فرمایش بللي.
د کارپوهانو په باور، د افغانستان سولې لپاره په سعودی عربستان کې د دینی علماوو ناسته مهم دی. ددی ناستې ارزښت، پّ دی کې نه دی چی د اسلام نړۍ علما د وحی په ځمکه کې سره راټولیږی ترڅو هغه جنګ مشروعیت چی مقدس جهاد بلل کیږی باطل اعلان کړی او حرام او ناجایز وبلی؛ بلکه ارزښت یی دادی چی سعودی عربستان هم د ایدئولوژیک او مذهبی له نظره د تکفیری جریانونو او بین المللی تروریزم څخه پراخ مالی او تسلیحاتی ملاتړ سره په سیمه کې، په افغانستان کې د جنګ د تغذیه او تایمن یو مهم مجاری او سرچینه بلل کیږی.
په دی کارباندی پوهیدل سخت نه دی. طالبانو سیاسی رژیم په افغانستان کې یواځی دری هیوادونه په رسمیت پیژندلی وو: پاکستان، سعودی عربستان او عربی متحده امارات. داسی په نظر رسیږی چی همدا کار په یواځیتوب سره کافی دی چی د دینی علماوو ناستې ارزښت په سعودی عربستان کې د افغانستان سولې په برخه کې وپوهیږو.
په حاضر حال کې هم ریاض رژیم، په سیمه کې د تروریزم څخه ملاتړ کوی؛ هغه تروریزم چی خپلو مقاصدو ته رسیدو لپاره د وینی تویونې، تفرقه اچونې او نورو منحطو لارو څخه ګټه اخلی.
دا رژیم په عینی حال کې د اسراییل بدنام رژیم سره هڅه کوی چی خپل فرقه ګرایانه مقاصد د اسلام په نړۍ او د هغه جملی څخه افغانستان کې مخته یوسی. بناپردی، دداسی ناستې رامنځته کونه په سعودی عربستان کې د افغانستان سولې لپاره د لوړ ارزښت لرونکې دی.
په دی اخیرو کې  او د ۱۸ ورځنۍ اوربند اعلان وروسته د اشرف غنی له لوری، ملک سلمان؛ سعودی سلطان هم د اسلام نړۍ یو لوړپوړي چارواکو څخه وو چی ددی اوربند څخه ملاتړ وکړ او طالبان و مشابه تګلاری ته وغوښتل.
آیا دا په دی معنی نه دی چی سعودی رژیم نور په افغانستان کې د تروریزم څخه ملاتړ نه کوی؟
په سعودی عربستان کې د دینی علماوو ناستې څخه غوښتنې دادی چی لږ ترلږه ددی اقدام نتیجه مثبت وی او ریاض رژیم، په افغانستان کې د تروریزم څخه مالی او تسلیحاتی ملاتړ څخه لاس واخلی او افغانستان سوله غوښتنې هڅې په رسمیت وپیژنی.
په دی حال کې، هغه نکته چی باید د نظر څخه لیری نه شی دادی چی سعودی رژیم په دی برخه کې هم د نورو برخو په شان د آزادی څخه برخمن نه دی. دا رژیم چی د سیمې په نورو لوبو کې هم شکاره کړی دی چی د استکباری رژیمونو برنامو او نقشو اوطرحو مجری دی چی د سعود کورنۍ بقا څخه په ملاتړ سره د قدرت هرم په راس کې په ریاض کې دموکراتیک ضد، نفتی منافع او هغه ځمکې حیثیت د وحی ځمکې په حیث د خپل سلطه ګرایانه مقاصدو په استخدام کې د مسلمانانو ملتونو په وړاندی قرار ورکوی.
په دی حساب سره، که ددی قدرتونو سیاستونه د افغانستان جنګ او سولې په برخه کې بدلون کړی وی، په هغه صورت کې به د سعودی عربستان تګلاری بدلون هیله مند هم کیدلای شو په دی برخه کې؛ بیله هغه، دداسی ناستو جوړونه بیله سیاسی او تبلیغاتی مصرف نور ګټه نه لری.
 
 
 
https://avapress.com/vdcgz39qzak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته