دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 53299
ولسی جرګی داوبواوبریښنا وزیراستیضاح کړ
په هغه غونډه کی چی دولسی جرګی درئیس عبدالروف ابراهیمی په ریاست جوړه شوی وه ،له اجنډاسره سم دبودجی نه لګولو،داوبواوبریښنا دپروژونا انډولی ،په قراردادونوکی نه روڼوالی ،دهلمند اوبو اودآموسیندسواحلوته نه پاملرنی له امله داوبواوبریښنا وزیر محمد اسماعیل تراستیضاح لاندی ونیول شو. 

په غونډه کی یوشمیروکیلانودنوروپه استازیتوپ په داسی حال کی چی ددغه وزارت پروژی یی دافغانستان خلکولپاره مهم باله ، په ولایتونوکی دپروژو ناانډولی،دهیواد په مختلفوولایتونواودکنړپه ولایت کی داوبواوبریښنادبندونونه جوړول ،دآموسیند سواحلوته نه پاملرنه دشاه اوعروس اوابراهیم دبندونونه جوړول ، دکندهاردبنسټیزوڅلوروبندونودجوړیدولپاره ددغه وزارت نه پاملرنه ، بل ولایت ته دخوست ولایت دبودجی لیږدول، کابل ته نژدی په ولسوالیوکی دبریښنا نه موجودیت،څکلو اوکرنیزواوبوته داندخوی دخلکونه لاسرسی اوداسی هغه پوښتنی وی چی دوکیلانوله خوا دابواو انرژی وزیرنه مطرح شو.

دغه رازوکیلانوله دی امله چی په وروستیوشپږوکلونوکی دپکتیا، پکتیکا،غور،بادغیس، بدخشان اودایکنډی په ولایتونوکی ددغه وزارت بودجه نه دی مصرف شوی نیوکی وکړی.

دغه رازوکیلانوله دی امله اندیښنه وښود چی ددی وزارت ددیارلس پروژومصرف صفردی اوخلک ددی وزارت له خدمتونو څخه محروم دی .

دغونډی په دوام داوبواوبریښنا وزیرداوبواوبریښنا په وزارت کی دخپلوفعالیتونو اودهرات ولایت د مجاهدینوپه غونډه کی دخبرواوهغوته دوسلودویش په اړه څرګندونی وکړی اومجاهدین یی ددغه هیوادسرتیری اودهرات دمجاهدینوپه غونډه کی دده ګډون خپل مسولیت یادکړاوټینګاریی وکړدی په دی غونډه کی دناامنی اونورومنفی مسایلودمخنیوی په خاطرګډون کړی و.

په دوام داوبواوانرژی وزیردبندونوجوړولوپه اړه معلومات ورکړاودامنیت نشتوالی یی ددغه وزارت دځینوپروژودنه پلی کیدولامل په توګه یادکړ، داوبواوبریښنا دپنځو بندونوله جوړیدواودمرسته ورکوونکوهیوادونوله خواستروپروژوته دپیسو دورکړی له خبرورکولوترڅنګ ټینګاروکړچی دغه وزارت دهغه بودجی له مخی چی په لاس کی لری دبندونوپه جوړولواوترمیم کی اقدام کوی.

نوموړی دغه راز له ایرانی کمپنیو سره د۸۵ سلنه قراردادونوکول ردکړاودقراردادونوکول یی یوروڼ بهیروویل . نوموړی ژمنه وکړه هغه ولایتونه چی دبریښنا له استیشنونوڅخه لیری دی دبادی اولمریزنیروڅخه په ګټی اخیستنی به دبریښنا څښتنان شی .

دغه راز داوبواوبریښنا وزیردسیندونوپه شاوخواکی د۲۵۰۰ کیلومتره تاوان منونکو (آسیب پذیرو)سیموڅخه دیادونی په ترڅ کی زیاته کړه تاوان منونکی سیمی ډیروپیسوته اړتیالری خوداوبواوبریښنا وزارت نه شی کولای دغه ټولی پیسی په یووخت کی ورکړی دغه راز داوبواوبریښنا وزیرژمنه وکړه دغه وزارت به دخپلی بودجی په اندازه دتاوان منونکو سیموڅخه دمخنیوی په خاطربه هلی ځلی وکړی .

وکیلانوداوبواوبریښناوزیرله څرګندونووروسته ، په علنی رای ګیری قناعت وکړاودصندوق له ایښودلوتیرشو.

دولسی جرګی غړوپه امتیازی وخت کی دهیواد دروانومسایلوپه اړه دننګرهارپه هوایی ډګرکی دطالبانویوځایی بریدوی غندل اودهیواد دامنیت په ټینګښت کی دامنیتی ځواکونودپام غوښتنه وکړه.

یوشمیر وکیلانوټینګاروکړترهغه پوری چی په پاکستان کی دتروریزم دځالوپه تړلوکی دافغانستان دخلکوغوښتنی ته مثبت ځواب ورنکړی دولت بایدله پاکستان سره دتړون له لاسیلک څخه ډډه وکړی .

ځینووکیلانوپه ځینونظارت خانوکی دوهلوډبولوڅخه چی ځینی کله ناکله د کسانودوژنی لامل ګرزی نیوکه وکړه له مسولوارګانونونه وغوښتل دهیواد دقوانینوله مجرمینو سره په خپل سلوک کی بدلون راولی .

دکابل ښار دجادو په شاوخواکی دویالواوس‌ړکونوخرابوالی دتورښیښوموټروزیاتوالی ،دنوی کابل په پروژه کی دډیروپیسومصرف دکابل په ښارکی دمعتادینوډیروالی اودمخدره ټوکو آزادانه خرڅول ، په غیررسمی وختونوکی له دولتی موټروڅخه غیرقانونی ګټه اخیستل ،دامریکایی پوځیانوله خوا دقوم دمشرانونیول اودپوهنی وزارت له خوا دښوونکودفورمودارزیابی نه په پام کی نیول له هغومسایلوڅخه وچی مطرح اوپه دی اړه دحکومت پرپاملرنی ټینګاروشو.

وکیلانودغه رازدکال په وروستیوکی دوزارتونودودانیوترمیم بی ځای وبلل اووی ویل دغه کاردبودجودډیرمصرف دزیاتیدوپه خاطر کیږی .

دغه راز ټینګاروشودهیوادپه څلوردیرش ولایتونوکی دمخدره ټوکوریاستونوته دودانیوجوړولوپه ځای ښه به داوچی دمعتادینودتداوی په خاطرروغتونونه جوړشی.

وکیلانود۱۳۹۲ کال دبودجی نا انډولی باندی نیوکه وکړه اوپه دی اړه دولسی جرګی دتوازن دمراعاتوغوښتنه وشو.

دولسی جرګی یوشمیرغړوپه داسی حال کی چی دغزنی ولایت له بی امنیتی څخه شکایت وکړله میلمنوڅخه دی دښه راغلاست په خاطر دحکومت دتیاریودڅیړنی په موخه دی چی په ۲۰۱۳ کال کی غزنی داسلامی هیوادونو دتمدن دپایتخت په توګه ټاکل شوی دولسی جرګی له خوا یوپلاوی ولیږل شی .

په غونډه کی ټینګاروشودصنایعواوسوداګری وزیراودکرنی اومالداری وزیربه دژمی لپاره دنفتی مواددذخیره کولو په بازارکی دبی کیفیته خوراکی ټوکوموجودیت دخوراکی ټوکودقیمتونوزیاتیدل ، بزګرانوته دکیمیاوی سرودویش په خاطرتیاری اوله غاصبینوڅخه دکرنیزوځمکوراګرزول به دولسی جرګی عمومی غونډی ته راوبلل شی .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf10dt.w6dm1az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته