دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 127519
تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرتېری ووژل شو
چارواکي وايي چې د تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو افغان پوله‎ساتی وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان دي.
چارواکي وايي چې د تورخم کې د افغان او پاکستاني پوله‎ساتو ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو افغان پوله‎ساتی وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان دي.
د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د ارکانو مشر محمد ایوب حسین‎خیل وایي چې دغه نښتې تېره شپه (یک‎شنبه د غبرګولي۲۳مه) ۹:۱۵ پیل شوې او ۷ ساعته یې دوام درلود.
ده زیاته کړه، نښته هغه‎مهال پیل شوه چې پاکستاني پوله‎ساتي تورخم سیمه کې د تاسیساتو هڅه کوله او افغان ځواکونو یې مخنیوی کاوه.
په همدې حال کې، پاکستاني چارواکي نښته کې د دوه پاکستاني سرتېرو ټپي کېدل مني.
دا نښتې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ وتړله چې پاسپورټ او ویزه نلري.
تېره اوونۍ یو شمېر دوکاندارانو او چلوونکو په دې سیمه کې پر اعتراضونو لاس پورې کړ، او ویې ویل چې د تورخم پوله په رسمیت نه دې پېژندل شوې او پاکستان حق نلري چې د تورخم دروازه د افغانانو پرمخ وتړي.
https://avapress.com/vdca60n6o49num1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته