دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 38813
د بریتانیا د دفاع وزیر هوډ څرګند کړ چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
د بریتانیا د دفاع وزیر فلیپ هماند د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې هوډ څرګند کړ چې بریتانیا به د خپلو ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د بریتانیا د دفاع وزیر فلیپ هماند د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې هوډ څرګند کړ چې بریتانیا به د خپلو ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د بریتانیا د دفاع وزیر هلمند ولایت ته د خپل پروني سفر په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، وې ویل: د هلمند په امنیتي حالت کې دکتنې وړ ښه والی راغلی او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر په ښه ډول روان دی چې بریتانیا ورڅخه ملاتړ کوي.

ده، ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې د ستراتیژیکو همکاریو د هغه سند له مخې چې په دې وروستیوکې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ لاس لیک شو، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او افغانستان به یوازې پرې نه ږدي.

همدا راز د بریتانیا د دفاع وزیر وویل هېواد یې هلې ځلې کوي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو مالي مرستې هم راجلب کړي.

ده هیله څرګنده کړه چې د شیکاګو له کنفرانس وړاندې دا کار ترسره شي او اړوند هېوادونه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره خپله مالي ونډه معلومه کړي.

حامدکرزي په خپل وار په تیرو کلونو کې له افغانستان سره د بریتانیا د خلکو او حکومت له مرستو څخه مننه وکړه او د دغو مرستو پر دوام باندې یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې ده چې د ناټو سازمان غړيهېوادونه به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په هر کال کې ۴،۱ میلیارد ډالره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره افغانستان ته ورکوي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeane.49na61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته