دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 89745
میدان وردګ: وسله والو مخالفینو د عامه نظم څلور سرتیري وژلي دي
د میدان وردګو چارواکي وایي، وسله والو مخالفینو د عامه نظم هغه څلور سرتیري وژلي، چې دوه ورځې وړاندې یې په سید اباد ولسوالۍ کې له ځان سره بولي وو.
د دې ولایت د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادۍ راډیو ته وویل، چې وسله والو مخالفینو پنځه سرتیري نیولي وو، چې یو یې ترې تښتیدلی او د څلورو نورو جسدونه تیره شپه وموندل شول.
خوګیاڼي وویل، چې امنیتي ځواکونو ددې تښتول شوو سرتیرو د ژغورنې لپاره عملیات پیل کړي وو، چې په ترڅ کې یې ۱۲ مشکوک کسان له ځینو وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcam0na.49noy1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته