دغه څرګندونې دکونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي د ولایتي شورا رئیس اوغړو سره په مشورتي ناسته کې وکړې نوموړي وویل د ولسونو او دولت ترمنځ د واټن راکمولو او ستونزو ته درسیده ګۍ په موخه مو دقومي مشرانو ،دیني عالمانو ،ځوانانو او مدني فعالانو سره مشورتي ناستې پیل کړي،څو د خلکو ستونزې او غوښتنې پخپله د ولس دخولې واورو او رسیده ګي ورته وکړو،نوموړي وویل دهر هغه څه سره به جدي مبارزه وکړي چې د ولس باورته زیان اړه وي او د مجازاتو اومکافاتو اصل به په نظر کې ونیول شي، ښاغلي کلیمزي دولایتي شورا له استازو وغو ښتل چې په یاده برخه کې دولایت مقام سره خپل نظرونه شریک کړي .
د ولایتي شورا رئیس او غړو یې د کونړ والي دغه اقدام وستایه او دولایتي شورا دلوري دپوره او دوامداره همکارۍ ډاډ وکړ.
د ولایتي شورا رئیس او غړو یې د کونړ والي دغه اقدام وستایه او دولایتي شورا دلوري دپوره او دوامداره همکارۍ ډاډ وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)