دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 126826
د تایلند چارواکي اعلام کړی چې ددغه هیواد مرکز بانکوک ښار کې په یوې ښځینه لیلې د اور لګېدنې له امله ۱۸ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د تایلند چارواکي اعلام کړی چې ددغه هیواد مرکز بانکوک ښار کې په یوې ښځینه لیلې د اور لګېدنې له امله ۱۸ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د دغې لیلې امنیتي مسوولین ویلي چې دغه انجونې له پنځو نه تر دولس کاله عمر درلودل.

دغه تیره ورځ رامنځته شوې، خو امنیتي چارواکو ویلي چې تر اوسه د اور لګیدنې اصلي علت نه دی روښانه شوی.

ویل شوې چې دغه لیلیه د قومي لږکیو پورې اړوند دی او د اورلګیدنې وروسته لسګونه زده کوونکي له پیښې څخه په تيښته بریالۍ شوې.

د چیانګ رې(هغه سیمه چې اور ورته شوی) د پولیسو مشر ویلي، کله چې اورلګیدنه پیل شوه؛ ډيری انجونې ویښې وې او د خطر زنګ یې و غږاوه.

په راپورونو کې راغلي چې د دغه ودانۍ ډيری برخه یې د لرګو نه جوړه شوې وه، ځکه اورلګیدنه د دغې ودانۍ مختلفې برخې ته وغځید.

اسوشیتد پرس د چیانګ سیمه ایز چارواکي له خولې ویلي چې دغه ودانۍ نږدې څلویښت کاله وړاندې جوړه شوې وه.

راپورونه کاږي چې په دغه لیلې کې نږدې ۴۰۰ زده کوونکې هستوګنه درلودله او شاوخوا ۸۰۰ مایله د بانکوک شمال کې موقعیت لري.

په تیرو څو کلونو په ترڅ کې، دا لومړی ځل دی چې په یوه هستوګنځي کې د اورلګیدنې له امله ډیره مرګ ژوبله رامنځته کیږي.


https://avapress.com/vdcauin6i49nua1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته