دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 150126
د نا امنۍ له امله ډاکټرانو کاربنديز اعلان کړی
په ختيځ ولايت ننګرهار کې ډاکټرانو او د د درملتونونو مسوولينو په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو له امله کار بنديز اعلان کړی دی.



د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره،روغتياپالانو ګواښ کړی دی چې تر هغې به کاربنديز ته دوام ورکړي تر څو په دغه ولايت کې د خلکو او په ځانګړې توګه د روغتيا پالانو امنيت نه وي خوندي شوی.
ننګرهار چې د خپلو ناروغانو سربيره په کې د کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ناروغان هم د تداوۍ له پاره ور وړل کيږي، د روغتياپالانو دغه اعتصاب ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
ډاکتران او درمل پلورونکي وايي، هره ورځ د وسله والو او غلو له لوري ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې اختطاف کېږي او ان د کورونو او کتنځايونو مخې ته يې بمونه اېښودل کېږي؛ خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.
روغتيا پالان وايي چې د وسله والو او غلو له لوري هره ورځ ګواښل کيږي او د کورنۍ غړي يې اختطاف کيږي او د کلينيکونو مخې يې بمونه ايښودل کيږي خو امنيتي ځواکونه يې په اړه هيڅ اقدام نه کوي.
ناروغانو په دولت غږ کړی دی چې د ناروغانو د ستونزو د حل له پاره دې دولت د روغتياپالانو امنيت او د ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.
نن ورځ د ننګرهار په ښار کې ټول روغتونونه او درملتونونه تړل شوي دي او مسوولين يې د اعتصاب په توګه د ولايت مخې ته راټول شوي دي.

https://avapress.com/vdcauwn6i49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته