دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 105702
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې زابل،کندهار،ننګرهار،لوګر،پکتیکا،خوست،کندز،بلخ،کاپیسا او کنړ ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۴۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۳۲ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۱۰ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د نیمروز، فراه، زابل او کندهارولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
https://avapress.com/vdcawmn6u49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته