دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۰۰
د مطلب کود : 134043
هیواد کې پر قومي اختلافونو د سرور دانش اندیښنه
هیواد د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي که هېواد کې د قومونو ترمنځ د اختلاف مخنیوی ونشي، افغانستان به له کړکېچ سره مخ شي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د صادقي نیلي د وژنې، شپاړسمې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د هېواد د مخکښانو ترمنځ د نظرونو اختلاف ورځ تر بلې ډېریږي او باید ددې ښکارندې مخنیوی وشي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال هم د هېوادوالو ترمنځ، د قومپالنې له پراخېدو خبرداری ورکړی او دا وضعیت یې ګواښوونکی یاد کړی. دولسمشردویم مرستیال سروردانش ملي یووالي دخلکو د هوساینې یوازینۍ حل لاربولي، خوپه دې برخه کې دننګونوپه اړه اندېښنه لري. د دې په خواکې، نوموړی د هیواد د مشرانو ترمنځ اختلافونه ، په هیواد کې اصلي ستونزه بولي او خبرداری ورکوي که چېرې دغه اختلافونه حل نشي، دنیابتي جګړې ددوام لامل به شي. خوله دې سره ،سرور دانش ټینګارکوي چې دملي یووالي حکومت دبودیجې عادلانه ویش اوټولنیزعدالت ته ژمن دی. له دې ټولو سره سم د هیواد اوسیدونکي ټینګار کوي چې قوم پالنه او تعصب د اوسیدونکو ټيټه کچه کې شتون نه لري، سیاسي څيري دغه موضوع ته لمن وهي. شننونکي خبرداری ورکوي چې که چیرې دغه ناروغۍ د افغانستان په ټولنې کې زیاته شي، نو مخنیوی به یې ستونزمن وي.
https://avapress.com/vdcayyn6e49new1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته