د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي پر علماوو غږ وکړ چی د تل پاتې سولې افغان غږ خبری آژانسز پورته کړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر احمدزي پرون غرمه د علماوو د سراسري شورا له رئيس او غړو سره په ارګ کې وکتل.د علماوو شورا ولسمشر ته د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو له کبله د مبارکۍ د ويلو په ترڅ کې له دغه حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د قتل، غلا، رشوت، قطاع الطریقې او د ځمکو د غصب پروړاندې جدي مبارزه وکړي.
جمهور رئیس د تل پاتې سولې په اړوند د علماوو رول مهم وباله او له دوی د هر یو څخه يې وغوښتل چې د تلپاتې سولې افغان غږ خبری آژانسز پورته کړي.
علماوو په خپله اعلامیه کې له ولسمشر وغوښتل چې د نشه يي توکو د کښت، ترافیک، تولید او د کارونې پرضد جدي اقدام وکړي او همداراز حکومت دې ځوانانو ته د کار موندنې زمینه برابره کړي.د افغانستان علماوو سراسري شورا د حکومت څخه په هېواد کې د تل پاتې او سراسري امنیت د ټينګښت په برخه کې د هر اړخیزې هڅې غوښتنه هم وکړه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)