دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 99728
مشرانو جرګه: ولسمشر دې امنیتي چارې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي
د افغانستان مشرانو جرګې د ولسمشراشرف غني احمدزي څخه وغوښتل، چې د هېواد امنیتي چارې په خپلو کاري لومړیتوبونوکې راولي.
د یادې جرګې مرستیال محمدعالم ایزدیار نن په عمومي غونډه کې د جمهورییس اشرف غني احمدزي او اجراییه رییس عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې؛ په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې پرونې ویناوې عملي کړي:

″زه هیله مند یم چې د هېواد ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د هغه څه په اړه چې تیره ورځ وویل عملي اقدام وکړي، چې څه د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې څه د امنیت د تامین او څه د افغانستان د پرمختګ په برخه کې وي او څه د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو په هدف وو.″

تیره ورځ د هېواد ولسمشراشرف غني احمدزی هم د لوړې مراسمو د ترسره کېدو وروسته وویل چې، په هېواد کې د سولې تامینول، د فساد له منځه وړل او د امنیت تامینول یې د کاري لومړیتوبونو په سرکې ځای لري.
https://avapress.com/vdcc4mqo.2bqoi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته