دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 96046
چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو په یوه حمله کې د کندهار د ریګستان ولسوالۍ د امنیې قومندان بسم الله جان وژلی دی.
د کندهار ولایت مطبوعاتي مسوول دوا خان مینه پال آزادی راډیو ته وویل؛ دغه حمله په لسګونو وسله والو تیره ورځ د کندهار په سرحدي ولسوالۍ ریګستان وکړه؛ چې په کې د ریګستان د امنیې قومندان او د هغه پنځه تنه ساتونکي ووژل شوه شل تنه وسله وال حمله کوونکي هم په دغه حمله کې وژل شویدي.
ده همداراز د ژیړی ولسوالي د ملي او محلي پولیسو په څلورو امنیتي پوستو هم د وسله والو د حملو خبر ورکړ او ویې ویل چې، د ملي اردو یو سرتیری او ۲۴ مخالفان هم په دغه حملو کې وژل شوي دي.
تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccexqo.2bqe08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته