د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا د پنټاګان چارواکي وایي، له پاکستان سره د طالبانو او حقاني شبکې پر خلاف د اقداماتو په هکله غوښتنې شریک کړی.
د پنټاګان ویاند راب مننګ خبریالانو ته ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو تمې ډیر واضح او روښانه دی. وسله وال طالبان، حقاني شبکې، او د ترهګریز بریدونو تنظیم کوونکي باید د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه ترلاسه نه کړي.
نوموړی زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت له پاکستان سره په دې اړه او د کانکرېټي او مشخصو اقداماتو لپاره خپل غوښتنې شریک کړی.
جنرال مننګ زیاته کړه، چې د امریکا حکومت چمتو دی ترڅو د پاکستان له حکومت سره همکاري او د پاکستان له حکومت سره په دې اړه خبرې به دوام ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي آی اي) مشر مایک پمپیو له دې وړاندې ویلي وو، چې پاکستان لا هم هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو ته امنیتي ګواښونه پیښوي.
نومړی زیاته کړه، چې د پوځې او امنیتي مرستو لپاره واشنګټن پاکستان یو بل چانس راکړی دی. که چیرې پاکستانیانو موجود ستونزې حل کړي نو امریکا متحده ایالاتو به د ملګري په توګه له پاکستان سره خپل مرستو او همکاریو ته دوام وکړي.