دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 107595
29 تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل، سرپل، کندهار، زابل، ارزګان، هرات، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۱۶ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ، کندهار، ارزګان، غزنی، خوست او لوګر ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پرځای شوي وو کشف او شنډ کړاې شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccomqsp2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته