دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 100592
د ترکيې ولسمشر کابل ته سفر کوي
په پام کې ده ،چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېږي.
ښاغلى اردوغان به له افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او نورو افغان چارواکو سره وگوري.
په انقره کې د افغانستان سفير امان الله جيحون د ترکېې يوه خبري اژانس ته ويلي دي،چې د دواړو هېودانو مشران به د کابل او انقرې ترمنځ ستراتيژيک امنيتي تړون هم لاسليک کړي.
کابل ته د ښاغلي اردوغان سفر په دې مهم بلل کېږي چې ترکيه له افغانستان سره لرغوني او تاريخي اړيکي لري.
٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ختمېدو وروسته موده کې ترکيه دافغانستان ‍په امنيت او رغونې په برخه کې مهمه مرسته کوونکې ده.
په لومړي ځل ترکي پوځيان په کابل کې د نړيواله مرستندويه ځواکونو ايساف د قومانداني مشري وکړه.
د افغان پوځ يو پخوانى افسر او د پوځي چارو کارپوه نيک کابلى وايي ترکيې آن د شاه امان الله د پير راهيسې افغان پوځ ته د پوځي افسرانو په روزنه کې مهمه ونډه لرله .
ترکيې تيرو ديارلسو کلونو کې هم د افغان پوځ په روزنه کې ډېرې هلې ځلې کړي دي.
ښاغلى کابلى باور لري چې له ٢٠١٤ کال وروسته چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو پوځي ماموريت پاى مومي له افغانستان سره د ترکيې ستراتيژيکه ملگرتيا ډېره مهمه ده.
د شنونکو په وينا د يوه اسلامي هېواد په توگه ترکيه کولاى شي چې په افغانستان کې د سولې په بهير کې هم خورا اغيزمن رول ادا کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccoxqsi2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته