دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 134711
د رئیس جمهور ناعادلانه داوری!
رییس جمهور اشرف غنی د مزارشریف د امنیتی ځواکونو په تجمع کی ویلی دی چی تاسو( امنیتی ځواکونه) بم غورځوی خو رسنیو څخه باد راوځی!. هغه تعبیر چی په دی خبرو کی سوی دی دادی چی شاید رییس جمهور ډل ییزه رسنی تحقیر کړی وی او د امنیتی ځواکونو پر موقعیت باندی ټینګار کړی دی.
دا خبری هغه وخت چی په رسنیو کی خپور سو، د ځینو رسنیو د منفی عکس العمل سره مخ سو. لومړی خبره دادی چی ولی رییس جمهور امنیتی ځواکونه او رسنی دیو بل په مقابل کی قرار ورکړ؛ په داسی حال کی چی ډله ییزی رسنی هر وخت د امنیتی ځواکونو څخه ملاتړ کړی دی، او ددی ځواکونو د شهامتونو او شجاعتونو څخه خبری کړی دی او کوشش کړی دی چی ددی ځواکونو ځای د خلګو په منځ کی راپورته کړی.
که ددی ځواکونو د واقعی ځایګاه په معرفی کی کوم کوتاهی ترسره سوی دی کیدلای سی چی ډله ییزی رسنی تر نقد لاندی ونیول سی، او دا کموالی جبران کړی، نه داچی ددواړو نهادو ترمنځ تقابل منځته راوړل سی، اویو تر بل مرجح وبلل سی.
ځکه چی دامنیتی ځواکونو او رسنیو ترمنځ بی اتفاقی منځ ته راوړل یو عقلانی کار نه دی، ځکه چی؛ په کارآمد سیاسی نظام کی دواړه نهادونه د یو بل ترڅنګ کار کوی او دیو مکمل کوونکی دی.
امنیتی ځواکونه خپل ځان د وطن لپاره قربانی کوی او رسنی هم دا قربانی د خلګو غوږو ته رسوی. بله نکته، که د رسنیو تحقیر د امنیتی ځواکونو څخه بیل تر څیړنی لاندی ونیول سی کیدلای سی چی د رییس جمهور پر خبرو باندی ډیر نقدونه وسی.
مولانا جلاالدین بلخی په مثنوی کی ویلی دی: کم فضولی کن تو در کار قدر؛ در خور آمد شخص خر باګوش خر
منظور دادی چی د افغانستان خلګ، حکومت او رسنی یو نا بیل کیدونکی ټولګه دی.
که داسی وی چی د قوم عاقلان ویلی دی نو رسنی هم د همدی ټولنی لپاره او دهمدی حکومت څخه متاثره دی. ډله ییزی رسنی دیو طرفه د عمومی افکارو څخه متاثره دی، او هغه وخت چی په سیاسی نظام کی مطرح کیږی، د حکومت او ډله ییزی رسنیو ترمنځ دوه اړخیزه اړیکه منځ ته راځی.
دحکومت کارونه د رسنیو پر عملکرد تاثیر کوی، که د حکومت کارونه د ۱۳۹۳ کال څخه راهیسی تر څیړنی لاندی ونیسی نو حکومت کوم مثبت کار کړی دی چی پر رسنیو باندی مثبت تاثیر وکړی؟
ددی حکومت د شروع څخه چی پراخ تقلب کاری په کی سرته ورسیدی، ډله ییزی رسنی تر خپل توان پوری تلاش کړی دی چی د حکومت سیاسی ناهنجاری او اجتماعی ناهنجاری منعکس کړی، پر قانون او شفافیت باندی ټینګار کړی دی.
په دا ورځو کی که رسنی تر نقد لاندی نیول کیږی ددی لپاره دی چی رسنی د حکومت پر سر لکه د دموکلیس شمشیر په شان وجود لری چی نه پریږدی دحکومت خرابکاریانی په آصانی ترسره سی او نه پریږدی چی خلاف کاریانی د خلګو او بین المللی ټولنو څخه پټ پاته سی.
https://avapress.com/vdccs0qss2bq1m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته