دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 114570
کري: د اټمي موافقه رد له تهران سره د خبرو بهیر له مینځه وړی شي
په داسې حال کې چې د ولسمشر بارک اوباما ادارې له ایران سره د اټومي موافقې مسوده د امریکا کانګرس ته استولې؛ د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا د دې موافقې دفاع کړې.
د ولسمشر بارک اوباما ادارې د تهران د اټومي پروګرام په اړه له تهران سره د موافقې متن د تصویب لپاره کانګرس ته سپارلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې دا موافقه چې نژدې یوه اونۍ مخکې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو ترمینځ لاسلیک شوه؛ کانګرس ته سپارل شوې او هغه شپېته ورځې مهلت چې کانګرس د دې موافقې د څېړنې لپاره غوښتی نن پیلېږي.
د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو- امریکا، برتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ترمینځ موافقه د روانې جولای میاشتې په څوارلسمه نېټه په ویانا کې لاسلیک شوه.
په همدې حال کې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو پر کانګرس غږ کړی چې دا موافقه دې نه تصویبوي. نتنیاهو چې د امریکا پر یوه ټلویزیوني چینل خبرې کولې وویل؛ د ایران د یرغل د مخنیوي لپاره باید زیات شمېر کارونه ترسره شي او د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه موافقه په دې ډله کې نه ده شامله.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري پرون له سي. ان. ان. CNN ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې د دې معاملې دفاع وکړه. ښاغلي کېري وویل چې که کانګرس دا موافقه رد کړي نو له تهران سره د خبرو بهیر به هم له مینځه ولاړ شي:
((که کانګرس دا موافقه تصویب نکړي او رد یې کړي نو بیا موږ نه تفتیش کولای شو؛ نه بندیز لګولای شو او نه به د خبرو توان ولرو؛ ځکه تاسو ته ډاډ درکوم چې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي به کله هم د خبرو مېز ته حاضر نه شي.
که امریکا په خپل سر او په یواړخیز ډول دا موافقه رد کړي؛ بیا به نو خبرې اترې ونه شي او دوی به آزادانه ټول هغه کارونه وکړي چې په دې موافقه کې بندیز پرې لګول شوی.))
کېري ټینګار وکړ چې دې معاملې هغه موده چې ایران د اټومي وسلې د جوړولو لپاره اړتیا ورته لري له دوو میاشتو څخه یوه کال ته اوږده کړه او زیاته یې کړه چې په موافقه کې د ایران د اټومي تاسیساتو د تفتیش شرایط بېساري دي.
د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو ترمینځ له شوې موافقې سره سم ایران به خپل اټومي پروګرام محدودوي او نړیوالو مفتشانو ته به اجازه ورکوي چې له اټومي تاسیساتو څخه یې کتنه وکړي او په بدل کې به پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه فسخ کېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd5o0fzyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته