دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 120311
کري له پوتین څخه د سوريې په اړه له شویو ژمنو مننه وکړه
دواړو مشرانو د سې شنبه په ورځ په مسکو کې سره ولیدل.

دوی د سوریې او اوکرایین د شخړو اوهم د داعش په وړاندې مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري مسکو ته د خپل سفر پر مهال وویل، کله چې د اوږدو تاریخونو لرونکي ستر قدرتونه د ګډو انګیزو د موندلو لپاره په ګډه کار کوي، ټوله نړۍ ګټه ترې پورته کولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال مسکو ته سفر کړی چې د امریکا او روسیې اړیکې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته تر ټولو ناوړه حالت ته رسیدلي دي.

جان کري د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې دغه مذاکرات د ډیپلوماتیکې لارې د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره یو مهم پیل وباله.

جان کري د روسیې ولسمشر ته وویل چې امریکا د دغو ستونزو د هواري په برخه کې د روسیې د ژمنو ستاینه کوي.

کري زیاته کړه:

"ستاسو څخه مننه کووم چې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف په مشرۍ مو خپل ټیم زموږ د هڅو په اختیار کې راکړ.

دا یوه ګټوره او د همغږۍ هڅه بلل کیږي او د هغو لاسته راوړنو په اړه چې تر اوسه مو لرلي دي، د پام وړ رول لري."

بل خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې هېواد یې هڅه کوي په ګډه د جدي ستونزو د هواري لپاره حل لاره پیدا کړي:

"زه پوهیږم چې په پاریس کې زما او ولسمشر اوباما تر لیدو وروسته امریکاییانو د ډیرو نړېوالو بحرانونو په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل، د سوریې د بحران په ګډون. نن تاسو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر لاوروف سره مهمې خبرې درلودې. هغه د ټولو موضوعاتو او وړاندیزونو جزییات چې ستاسو په نظر باید لا ډیر بحث ورباندې وشي، ماته راورسول."

له ولسمشر پوتین سره تر لیدو دمخه جان کري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره خبرې کړې او ویلي یې دي چې مسکو او واشنګټن په دې باور دی چې د داعش ډله چې د سوریې او عراق ځیني برخې په خپل کنټرول کې لري، د ټولو لپاره او د هر هېواد لپاره ګواښ دی. دوی دا یوه تر ټولو ناوړه تروریستې ډله بولي چې د کري په خبره پر کلتور او تاریخ بریدونه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې مسکو ته د کري سفر به ګټور تمام شي. هغه ټینګار کوي چې د اسلامي دولت ډله یوازې په سوریې او عراق کې نه بلکه په افغانستان، لیبیا او یمن کې هم فعالیت لري.

روسیه او امریکا د داعش په وړاندې مبارزې کې ګډ هدف لري، خو دریځونه یې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د برخلیک په اړه له یو بله توپیر لري.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکرایین د وضعیت په اړه له روسي مشرانو سره خبرې وکړې او په هغه هېواد کې یې د سولې د ټینګښت په برخه کې د منسک تړون عملي کیدل حتمي وبلل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfz0ffyt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته